په افغانستان کې د ځمکې مخ یا برسېرنو اوبو بې ساري کموالي خلک له ګڼو ستونزو او اندېښنو سره مخامخ کړي دي.
د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې اکثره هغه سیندونه، نهرونه او ویالې وچې شوي یا یې اوبه کمې شوي چې پخوا به خلکو د څښاک او کرنې لپاره ترې کار اخیسته.
د اوبو متخصصان وایي، افغانستان لا هم د ځمکې سر کافي اوبه لري، خو دا چې سمې نه مدیریت کېږي، خلک او ځمکې یې له تندې سره مخامخ کړي دي.
د اوبو په اړه د ازادي راډیو د ځانګړو راپورونو په لړۍ کې دا ځل د برسېرنو اوبو وضعیت ته کتنه شوې ده.
په ویالو او نهرونو کې د روانو اوبو غږ چې اوس یې ډېر خلک په جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې له اورېدو بې برخې دي.
د افغانستان له همدې سیمو نه د وچکالۍ پرله پسې شکایتونه هم خپرېږي.
غلام سرور د جنوبي ولایت کندهار ښار په یوه څنډه کې اوسېږي.
دی وايي، ټول کلیوال یې اوس له روانو اوبو بې برخې شوي.
هغه وويل: "د اوبو مشکل مو چې حقیت شي ډېر دی، یوازې زه نه، بلکې دا ټول کلی په عذاب دی. اوبه کال په کال کمېږي، خو سږ کال بیخي کمې شولې، پخوا به کاسې 'واړه بندونه' په اوبېدلې، اوس مونږ روانې اوبه نه لرو، له برمو څخه کار اخلو."
د ځمکې مخ اوبو کموالي په ډېرو سیمو کې د کروندګرو ژوند هم اغېزمن کړی، هغه کروندګر چې ویالې پرې وچې دي او د برمو وس نه لري، ځمکې یې شاړې پاتې کېږي.
د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکی محمد رضا او د ګرمسېر اوسېدونکی الله داد هم د همدې بزګرانو له ډلې دي.
دوی وایي چې د کلي هغه ویالې یې وچې شوي چې له لسیزو راهیسې په کې اوبه روانې وې.
محمد رضا وويل: "د نهر سراج ویاله چې ده بنده( وچه) ده، وايي چې په کاسه کې یې اوبه نه شته. دا ولس ټول برباد دی، اوس د غنمو او کښتونو وخت دی، خو اوبه نه شته په څه شی یې وکرو."
الله داد وويل: "مونږ دا د اوبو مشکل لرو، فصلونه مو کرلي دي، خو په وچېدو دي."
د زابل د اټغر ولسوالۍ اوسېدونکی هوتک هم له ورته ستونزې سرټکوی او د طالبانو له حکومته غواړي چې د اوبو غم یې وخوري.
هوتک وايي: "له پروسږ کال راهیسې تر اوسه پورې د اوبو کچه دلته ۳۰ متره ښکته شوې ده، که د اوبو کچه همداسې ټیټه روانه وي. زمونږ هغه کښتونه به وچ شي چې اوس یې په سولري څاګانو اوبه کوو. مونږ ته دې بندونه او استنادي دېوالونه جوړ شي، داسې کارونه دي وشي چې د اوبو د کمښت مخه ونیسي."
افغانستان د ځمکې مخ ۵ لویې سیندیزې یا اوبیزې حوزې لري چې بیا هره یوه حوزه لوی او واړه رودونه له ځان سره را نغاړي.
امو، هریرود، مرغاب، کابل او شمالي سیندیزه حوزه د افغانستان د ځمکې سر لویې اوبیزې سرچینې دي د معلوماتو له مخې د ټولو دغو حوزو ۹۰ نوي سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.
سید عبدالخالق اغا د کندهار اوسېدونکی دی.
دی وایي چې وچکالۍ پر کرنې سربېره دغلته د څارویو پالنه هم ستونزمنه کړې.
هغه وويل: "یو باغونه نه دي، زمونږ د افغانستان د خلکو سرمایه چې مالداري وه، هغه ختمه شوه، په زرګونو پسونه پاکستان ته اوړي، لامل یې لوږه ده، خلک وس نه لري چې په غنمو او جوارو یې وساتي، واښه خو ډکی نه شته."
د افغانستان وچکالۍ د نړیوالو ادارو له اندېښنو او څېړنو هم پټه نه ده پاتې.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ یا سېف د چلډرن د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لړم یا عقرب میاشته کې وویل، افغانستان کې ۱۲ میلیونه هغه ماشومان د کافي خوړو له نشتوالي یا کموالي سره مخامخ دي چې کورنۍ یې په کرنه او مالدارۍ لګیا دي.
د سیف د چلدرن د معلوماتو له مخې ۶۰ فیصده افغانان په کرنه او مالدارۍ لګیا دي، خو د دوی په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې پراخېدونکې وچکالۍ د دغو خلکو ژوند ته یو لوی ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم د همدې کال د لیندۍ یا قوس میاشتې په لومړیو کې اټکل وکړ چې راتلونکی کال به افغانستان کې وچکالي نوره هم زیاته شي.
افغانستان د ۲۰۲۲ کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې چې په مصر کې جوړ شوی و، د هغو هېوادونو په ډله کې راغی چې له اقلیمي بدلونه اغېزمن شوی دی.
د اوبو د چارو یو متخصص او د سردار داود خان په واکمنۍ کې د جدوزي او کارتوګرافۍ ادارې کارکوونکی خلیل احمد نادم وایي، افغانستان د ځمکې مخ پراخه اوبیزې سرچینې لري، خو نوموړی نیوکه کوي چې حکومتونو دغه سکتور ته کار نه دی کړی.
نادم وایي، که د افغانستان د ځمکې سر اوبه مدیریت او ښې ووېشل شي، کرنې او نورو ټولو اړتیاوو ته بسنه کوي.
نادم زياته کړه: "د امو رود ۲۲ میلیارده متر مکعبه اوبه لري، د هلمند رود نهه اعشاریه درې میلیارده متر مکعبه اوبه لري، زمونږ د کونړ رود دی، د مرغاب رود دی چې ډک بهېږي، د کوکچې رود دی او دغه راز د پنجشېر او سالنګ. د کابل او لوګر سیندونه هم دي، یعنې مونږ او تاسو ډېر امکانات د اوبو لرو. که چېرته مونږ دغه اوبه ښې مدیریت کړو، مونږ کولای شو چې همیشه اوبه ولرو."
د اوبو د چارو یو بل متخصص احسان الله احمدزی وایي، که حکومتونه د باران او واورو اوبو د زېرمه کولو سیستمونه جوړ کړي، افغانستان وچکالۍ سره نه مخامخېږي.
احمدزي وويل: "مونږ تر ډېره پورې اوبه لرو، خو د هغه لپاره سیستم نه لرو چې وې ساتو یا یې ذخیره کړو، لازمه ده چې دولت یو سیستم وکاروي چې اوبه ذخیره کړي، ځکه پر دې سیمه ډېر بارانونه کېږي، که وساتل شي او سیستمونه ورته جوړ شي، تر ډېره پورې به کرنه دوام ولري."
د افغانستان د ځمکې سر اوبو سرچینې تر ډېره د واورو او بارانونو اوبه دي چې واورې په کې د ژمي پرمهال زېرمه کېږي او بیا د هوا په ګرمېدو راویلې کېږي.
د واورو ډېره اندازه د هندوکش په غرونو کې زېرمه کېږي چې د راپورونو له مخې د ځمکې په تودوخې سره د افغانستان دغه طبیعي یخچالونه هم د پخوا په شان بډایه نه دي پاتې.
په افغانستان کې په کلني ډول ۳۵۰ ملي متره باران کېږي او د ژمي پر مهال په پامیر او هندوکش غرونو کې د وارې کچه هم شاوخوا یو متر ته رسېږي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دوی هم د اوبو وضعیت څاري او مدیریت لپاره یې وړې او لویې پروژې په پام کې لري.
د دغه وزارت ویاند اختر محمد نصرت وایي، لویې او ستراتیژیکې پروژې یې د مالي ستونزو له کبله له عملي کېدو پاتې دي.
نصرت وويل: "په هېواد کې د سیندوزو حوزو په کچه د ځمکې لاندې او مخ اوبه تر دایمي نظارت لاندې دي، د څېړنو او ارزونو له مخې د اوبخوړونو مدیریت، یو شمېر ودانیزې او غیر ودانیزې پروژې، چک ډمونه، واړه او منځني بندونه پلان شوي دي، ترڅنګ یې د اوبو په لګښت کې د سپما په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په لاره اچول شوي دي."
افغانستان د اسیا په زړه کې پروت هېواد دی چې وچ اقلیم لري.
سږ کال اوړی دغه هېواد کې زورور سېلابونه هم راغلل چې سلګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.
د چارو کتونکي په اوږد مهال کې د وچکالۍ د زیانونو د مخنیوي لپاره د سیندونو، ورښتونو او نورو روانو اوبو په زېرمه کولو او د شته اوبو په سپمولو ټینګار کوي.