د هلمند سيند د اوبو په اړه د ايران د بهرنيو چارو وزير څرګندونې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر لیکلي دي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر سره یې د سمرقند د غونډې په څنډه کې د "هلمند" په سیند کې د حق ابې په اړه د ایران او افغانستان د بحثونو په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي لیکلي، هېواد به یې په دې سیند کې له خپلې حق ابې په شاه نهشي او په خبره يې، طالب چارواکو هم د ایران پر حق ابې ټینګار کړی دی.
د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو په څلورمه ناسته کې چې د ازبکستان په کوربهتوب د دې هېواد په سمرقند کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان په ګډون ترسره شوه، د ايران د بهرنيو چارو وزارت په وينا، په څنډه کې یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امير عبداللهيان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي سره کتلي او په بېلابېلو مسایلو يې خبرې کړې وې.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر هم ولرو، خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
ایراني چارواکو له دې وړاندې هم په وار وار په دې اړه شکایتونه کړي، خو دا شکایتونه هغه مهال لا پسې زیات شول چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د هلمند په سیند د کمال خان بند جوړ شو او ایران ته دزیاتو اوبو د ورتګ مخه ونیول شوه.
د راپورونو پر بنسټ د کمال خان بند له جوړېدو وروسته د ایران دوه ایالاتونه سیستان او بلوچستان د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي.
که څه هم د ۱۴۰۰ لمریز کال د جدي په ۲۸ مه ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې، د طالبانو حکومت د کمال خان بند اوبه ورخوشې کړي دي خو د طالبانو د حکومت د اوبو او برښنا وزارت دغه ادعاوې رد کړې او وې ویل چې په نیمروز کې د بزګرانو د غوښتنو پر بنسټ یې د ځمکو د خړوبولو لپاره یوه اندازه اوبه خوشې کړي دي.
ياد وزارت ویلي وو، د افغانستان د ملي ګټو له مخې به له ایران سره دغه ستونزه حل کړي، خو په دې اړه یې جزیات نه و ورکړي.
د اوبو په سر افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران سره ستونزې لري چې تر دې دمه نهدي حل شوي.
"هغوی غواړي چې له دې حالته ګټه واخلي او خپلې ټولې غوښتنې په اوسني اداره تحمیل کړي
د اوبو د برخې یو افغان څېړونکی نجیب اقا فهیم وايي، ایران په دې برخه کې له افغانستان سره رښتینی نهدی او غواړي له روان وضعیته د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي.
نوموړی وايي: "هغوی غواړي چې له دې حالته ګټه واخلي او خپلې ټولې غوښتنې په اوسني اداره تحمیل کړي، ایران په تېرو څلویښتو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو په سر د شوې هوکړې دوه چنده اوبه ترلاسه کړي دي او څه چې په هوکړه کې لیکل شوي دي، دوی ترې یو اړخیزه ګټه اخیستې ده او اوس غواړي چې همدا یو طرفه ګټو ته حقوقي بڼه هم ورکړي نو دې ته په کتو له بده مرغه پخوا هم په دې اړه مذاکراتو نتیجه نهده ورکړې او اوس هم ښايي کومې پایلې ته ونه رسیږي."
دی د دغه ستونزې حل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر په ۱۳۵۱ کال کې شوې هوکړهلیک ته مراجعه کول بولي.
افغانستان او ایران په کال ۱۳۵۱ لمریز کې د هلمند د اوبو د وېش په برخه کې تړون لاسلیک کړی.
د دغه تړون پر بنسټ افغانستان باید هر کال د هلمند د سیند په اوبو کې ایران ته ۸۱۷ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي.
د دغه هوکړې پر بنسټ ایران ته د هلمند له اوبو شل سلنه برخه رسیږي.
که څه هم ایران په وروستیو کې په وار وار د دغه تړون د نه عملي کېدو له امله شکایتونه کړي، خو افغان لوري ویلي چې ایران ته یې په تړون کې له یاد شوې اندازې زیاتې اوبه ورکړې دي.