ملګري ملتونه وایي چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل، د اقلیم بدلون د دې سبب شوی چې په ټول افغانستان کې خلک د اوبو له کمي سره مخامخ شي.
اوچا ویلي، د هغو کورنیو چې د اوبو له کمي سره مخامخې دي، په ۲۰۲۱ کال کې یې شمېر ۴۸ سلنه و، چې په ۲۰۲۲ کال کې هغه ۶۰ سلنې ته پورته شوی دی.
اوچا ویلي، د روان ۲۰۲۳ کال لپاره په افغانستان کې د اوبو او چټلو اوبو د بحران د حل لپاره څه باندې ۴۷۹ ميلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د شویو څېړنو د پایلو له مخې په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د تر ځمکې لاندې اوبو سطحه هم ډېره ټیټه شوې ده.
په ځانګړې توګه لویو ښارونو کې چې د اوسېدونکو شمېر یې په وروستیو کلونو کې بېساری زیات شوی، ترځمکې لاندې اوبه هم ډېرې ککړې شوي دي.
تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا لاملونه زیات دي، خو د چارو پوهان یې تر ټولو مهم د ځمکې تل ته د تشنابونو او صنعتي فابریکو د چټلو اوبو جذب او په ښارونو کې د یوه منظم کانالیزاسیون نشتوالی بولي.
په افغانستان کې د روان بشری بحران یو لامل هم د اقلیم بدلون ښودل شوی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو له اړخه په نړۍ کې له خطر سره مخ څلورم هېواد دی.
د دې دفتر په وینا، د اقلیمي اغېزو پر وړاندې د زیانمنونکو هېوادونو په درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۸۱ هېوادونو تر منځ ۱۷۶ ځای لري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې درې ورځې وړاندې د خوړو د بحران نړیوال راپور وښوده، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفوس یوه برخه یې له لوږې او مړینې سره مخ ده او یو لامل یې هم د اقلیم بدلون دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ ميلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او ۶ ميلیون وګړي یې هم د قحطۍ په درشل کې دي.