په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادونه د طالبانو له حکومت سره د خپلو راتلونکو سياسي کړنلارو په جوړولو بوخت دي، د امريکا متحده ایالاتونه د خپلو نورو شرطونو ترڅنګ، له نشه يي موادو سره مبارزه هغه مساله ګڼي چې د طالبانو او واشنګټن تر منځ د اړيکو راتلونکی روښانه کوي.
د امريکا متحده ایالاتونو مشرانو جرګې د بهرنيو چارو وزير استجوابيه غونډې ته ورغوښتی و.
د امريکا متحده ایالاتونو مشرانو جرګې د بهرنيو چارو د کمېټې مشر باب مننديز د امريکا له متحدینو څخه وغوښتل چې د طالبانو له حکومت سره اړيکو درلودلو او هغوی په رسميت پېژندلو لپاره بايد لومړی له طالبانو وغواړي چې د کوکنارو له کښت سره مبارزه وکړي او د نشه يي موادو له کاروبار څخه لاس واخلي.
منندیز زیاته کړه: "هېڅ هېواد بايد د طالبانو رژيم په رسميت پېژندلو په اړه بېړه و نه کړي، مخکې تردې چې پر رسميت پېژندلو باندې فکر وکړو، بايد دا شرطونه په پام کې ونيول شي:
- طالبان بايد د القاعده او نورو اړوندو ډلو په ګډون له ټولو ترهګرو سره خپلې اړيکې پرې کړي.
- د ډموکراټيکو انتخاباتو په اړه ژمنه وکړي.
- او له نشه يي موادو سره تړلي ټول فعاليتونه بند کړي. دا خبره سمه ده چې طالبان اوس پر افغانستان واکمن دي، خو دا په دې معنی نه ده چې موږ د دوی کړنې ومنو."
ازادي راډیو وغوښتل چې د امريکا د مشرانو جرګې د دې غوښتنو په اړه د طالبانو د مقام نظر هم وپوښتي، خو د پرله پسې هڅو سره-سره بيا هم په دې کار کې بريالۍ نه شوه.
د يادونې وړ ده چې تردې مخکې د طالبانو وياند په کابل کې خبريالانو ته ويلي و چې دوی له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې پياوړې اراده لري، خو که نړیواله ټولنه د بديل کښت په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، نو په افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر شي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی او سياسي تحليلګر خالد پښتون وايي، طالبان نه شي کولای چې دومره ژر د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيسي، ځکه چې هغوی د حکومت په جوړولو او نورو ستونزو بوخت دي.
ښاغلي پښتون زیاته کړه: "نن نشه يي مواد يوه اساسي غوښتنه او مساله ده، ځکه چې د افغانستان لپاره يې په تېرو شلو کالو کې ډېرې ستونزې پيدا کړي دي، اوس طالبان يوې قاطع پرېکړې ته اړتیا لري چې له نشه يي موادو سره مبارزه وکړي او د کوکنارو کښت بند کړي. په اوسنيو حالاتو کې طالبان د حکومت په جوړولو او ډېرو نورو جنجالونو بوخت دي، له همدې امله زه فکر نه کوم چې دوی به دومره ژر د نشه يي موادو موضوع ته پام وکړي او په خپلو ژمنو به عمل وکړي."
د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د راپور له مخې اوس هم د نړۍ د تارياکو په سلو کې ۸۵ په افغانستان کې توليدېږي او په وروستيو درېيو کالو کې په دې هېواد کې هيرويين او ښیښه هم ښه ډېره توليدېږي.
ددې راپو غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ: