د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

ایران: د نړۍ له قدرتونو سره د اټمي تړون خبرو کې ځینې مهمې مسئلې لاینحله پاتي


د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو مذاکرات
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو مذاکرات

ایران وایي، د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو یو شمېر مهمې مسئلې تر اوسه لاینحله پاتې دي.

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو له اپرېل میاشتې راهیسې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خبرې مخ ته وړي ترڅو هغه لارې چارې ولټوي چې له مخې یې واشنګټن او تهران وکولای شي په بشپړه توګه بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ستانه شي. واشنګټن لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او تهران هم له اټمي فعالیتونو لاس واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن دوشنبې په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په ویانا کې د خبرو هر پړاو کېدای شي نهایي وي، خو موږ ته بېړه په‌کار نه‌ده.

خطیب‌زاده زیاته کړه چې په خبرو کې مو د پام وړ پرمختګ کړی، خو اساسي مسئلې تر اوسه لاپاتي چې هوارې شي. ښاغلي خطیب‌زاده همدارنګه وویل چې د ویانا خبرې په ټپه نه‌دي درېدلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده

د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون له مخې ایران ژمنه کړې چې اټمي فعالیتونه به دروي او په بدل کې یې پر دې هېواد د نړیوالو بندیزونه نرمېږي.

وروسته له هغې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال خپل هېواد له دغه تړون څخه وایست او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه ولګول، دغه تړون له یو مبهم برخلیک سره مخامخ شوی.

تهران هم له خپله اړخه هغه ژمنې تر پښو لاندې کړي چې د خپل اټمي پروګرام په اړه‌یې په دغه تړون کې کړې وې.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په جنوري کې د ولسمشر په توګه د لوړې په مراسمو کې وویل چې که لومړی تهران د دغه تړون ټولې ژمنې عملي کړي، نو متحده ایالات به بېرته ورسره یوځای شي.

د دغه تړون له مخې د یورانیمو د غني کولو په برخه کې چې کېدای شي ورڅخه د اټم بم په جوړولو کې کار واخیستل شي، پر ایران سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

د ایران ځیني اټمي تأسیسات
د ایران ځیني اټمي تأسیسات

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل، ټول بندیزونه باید لیرې شي او هغه باید د ایران له‌خوا تأیید هم شي له هغې وروسته به دا هېواد د اټمي فعالیتونو له پر مخ بیولو په شا شي.

یوه لوېدیځ ډیپلومات چې د ویانا د خبرو په جریان کې دی د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي چې یوه موافقه به چې په‌کې د راتلونکو اقداماتو لپاره د واشنګټن او تهران مسؤلیتونه په‌کې واضح شوي وي، ښایي روانه اوونۍ اعلان شي.

XS
SM
MD
LG