د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۳

روحاني: له ایران سره د اټمي موافقې په اړه خبرو کې د اختلاف اصلي ټکي له‌منځه تللي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، له ایران سره د شپږو پیاوړو قدرتونو د اټمي موافقې په اړه خبرو کې د اختلاف اصلي ټکي له‌منځه تللي او یوازې جزیي مسایل پاتې دي.

ایران او د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پنځو لاسلیکوونکو هېوادونو، جرمني، فرانسې، بریتانیا، روسیې او چین له اپرېل میاشتې راهیسې د دې موافقې د احیا په مقصد په ویانا کې خبرې پیل کړې دي.

په دې خبرو کې متحده ایالات هم په غیر مستقیم ډول ګډون لري.

ښاغلي روحاني پرون په تهران کې د پتروشیمي د څو پروژو د پرانیستلو غونډې ته د وینا پر مهال وویل، مقابل لوري د ایران پر ځینو مهمو تولیدي سکټورونو د لګېدلو بندیزونو پر لیرې کولو موافقه کړې ده.

ښاغلی روحاني زیاتوي: "اوس موږ پر جزئیاتو او وړو مسایلو بحث کوو. د ایران پر تېلو، پتروشیمي، د بارچالانۍ پر صنعت، بیمې، مرکزي بانک، نورو بانکونو او په نورو برخو کې د بندیزونو مسایل‌یې ټول راسره منلي دي. هغه خبرې خلاصې دي. یعنې موږ اصلي او مهم ګامونه اخیستي او اصلي توافق شوی دی."

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې ډیپلوماټان له وروستۍ موافقې مخکې د کوچنیو مسایلو په اړه لاهم خبرې کوي.

ویانا کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې
ویانا کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي چې د ویانا په خبرو کې د ایراني پلاوي مشري کوي له پرونۍ غونډې وروسته وویل د وروستۍ موافقې چوکاټ او جوړښت تعریف شوی دی او د موافقې پر ډېری مواردو او عباراتو خبرې شوي.

د اروپايي ټولنې استازي انریک مورا چې د دې خبرو مشري یې کوله، وویل چې په لنډ وخت کې یو توافق ته د رسېدو په اړه ډاډه دی.

د اروپايي ډيپلوماتانو له قوله ویل شوي دي چې وايي، دوی د موافقې د وروستۍ بڼې لیدل پیل کړي، خو دوی زیاتوي چې د دې خبرو د بریا تضمین نه‌شي کولای، سینهوا خبري اژانس د چینايي ډیپلومات وانګ کوان «Wang Qun» له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي یوې موافقې ته د رسېدو هدف ته تر اوسه لږ واټن پاتې دی او د روسیې استازي میخاییل اولیانوف پرون پر ټویټر ولیکل، د ویانا خبرې به څرنګه چې د غونډې ګډونوالو تمه لرله، د مې تر ۲۱مې پورې بشپړې نه‌شي.

ډیپلوماتان تمه لري چې د ویانا خبرې به راتلونکې اوونۍ هم دوام وکړي.

ویانا کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې
ویانا کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې

وروسته له دې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي موافقې د خپل هېواد وتل اعلان کړ، ایران هم سوکه سوکه د دې موافقې په اساس له لګېدلو محدودیتونو سرغړونې پیل کړې.

لوېدیځ او په سر کې امریکا تور لګاوه چې ایران د اټمي بم د جوړولو هڅه کوي، خو ایران له پیله دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG