د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

'د دولت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ بن بنست ماتولو لپاره ۵ هېوادونه منځګړیتوب کوي'


قطر کې د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

د افغانستان په ملي مصالحې عالي شورا کې یوه باخبره سرچینه وایي، د قطر په ګډون پنځه هېوادونه د افغان دولت د مذاکراتي ټيم او طالبانو ترمنځ له بن بنست نه د خبرو د ایستلو لپاره منځګړیتوب کوي.

سرچینه دا مهال په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو او د تماس ډلو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې بولي، خو بیا پیل ته‌یې هیله ښيي.

دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې ونه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو خبرو د بیاځلي پيل لپاره به قطر، جرمني، ناروې، اندونزیا او ازبکستان منځګړیتوب وکړي.

سرچینه دا هم وایي چې ټاکل شوې نن د طالبانو او افغان دولت د تماس ډلو ترمنځ خبرې بېرته پیل شي.

خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وایي، بین‌الافغاني خبرو کې د منځګړي په نوم څوک نه‌شته او پرېکړه د مرکچي ټیمونو صلاحیت دی.

ښاغلی نعیم زیاتوي، کوربه هېواد (قطر) د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ کولای شي په انفرادي توګه خپل نظر او مشورې شریکې کړي.

دغه‌راز د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي بیا ازادي راډيو ته په یو پیغام کې لیکي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې نه‌دي درېدلي.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تأییدوي چې د دواړو خواوو د رهبرۍ غړو او تماس ډلو ترمنځ جلسې شوې دي.

اغلې انوري وايي، د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي څو تنه غړي د اداري او ضروري چارو لپاره کابل ته ستانه شوي، خو خبرې نه‌دي درېدلي.

مېرمن انوري د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو ته په دې اړه زیاته کړه: "د دوی د نه‌شتون په جریان کې څو ځلې د دواړو ټيمونو د رهبرۍ او تماس ډلو ترمنځ مجلسونه شوي دي، تر اوسه پورې مشخص پرمختګ نه‌شته، په دې مجلسونو کې د بیانولو یوه نوې شېوه باندې بحث وشو ترڅو یوې نتیجې ته ورسېږي."

ناجیه انوري
ناجیه انوري

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو د راپور د خپرېدو تر مهاله د دغې ډلې ویاندویانو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ وروسته له هغې خبرې ځنډنۍ شوې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د طرزالعمل د جوړېدو په برخه کې په دوو مواردو اختلاف رامنځته شو، د طالبانو ټینګار دا دی چې د خبرو پر مهال به ستونزې یوازې د حنفي قفهې پر مټ هوارېږي او بل دا چې د بین‌الافغاني خبرو بنسټ به هم دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه وي، خو افغان مرکچي پلاوی ورسره دا نه‌مني او بدیلې طرحې یې وړاندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG