افغانستان
د بنګله دیش دیني عالمانو د افغانستان روانه جګړه حرامه وبلله
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د بنګله دیش دیني عالمانو او مفتیانو د افغانستان روانه جګړه حرامه او له شرعي نصوصو سره په ټکر کې بللې ده.
دا خبره یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې بنګله دیشي عالمان او مفتیان جمعه په ډاکه کې د افغانستان د سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بنګله دیش دیني عالمانو په قطر کې د افغانستان د سولې په تړاو د روانو خبرو د ملاتړ تر څنګ په دننه هېواد کې د وژنو په سمدستي درېدو ټینګار کړی دی.
تر دې مخکې په ۲۰۱۸ کال کې اندونیزیا او تر هغه را وروسته دوه واره سعودي عربستان د افغانستان د سولې په تړاو د دیني عالمانو لویې غونډې جوړې کړې وې.
سره له دې چې د نړۍ دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه مردوده ګڼلې خو بیا هم په دغه هېواد کې جنګ روان دی او تر اوسه د اوربند د ټينګښت هڅو نتیجه نه ده ورکړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ترکیه کې ۳۲ افغان کډوال نیول شوي
د ترکیې ساحلي ګارد ۳۲ افغان کډوال د اژه سمندرګي له شمالي څنډې نیولي دي. ترکي رسنیو له هغې ډلې انادولو اژانس یکشنبه راپور ورکړی چې ساحلي ګارد دا افغان کډوال له یوې ربړي بېړۍ نیولي چې ۱۶ تنه ماشومان هم پکې شامل دي.
نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.
افغان کډوال اکثر په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو په هدف ځانونه په خطر کې اچوي.
هر کال د سلګونو هغو کډوالو د مړینې او ډوبېدو خبرونه خپریږي چې غواړي له ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.
د افغانستان او زیمبابوې ټیستلوبه د باران له کبله ځنډېدلې
د افغانستان او زیمبابوې ټیسټلوبه نن په څلورمه ورځ د باران د اوریدو له کبله ځنډېدلې ده.
تر باران مخکې د افغانستان لوبډلې په داسي حال کې چې ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو، ۵۱۵ منډې کړي او لا هم تر زیمبابوې ۷۱ منډې شا ته دی.
نن د څلورمې ورځې په پیل کې رحمت شاه وسوځېد. نوموړي په تېرو دوو ورځو کې ۲۳۴ منډې وکړې چې دا په یوه ټیستلوپه کې د یوه افغان لوبغاړي تر ټولو ډېرې منډې دي.
همداراز کیپتان حشمت الله شهیدي ۱۷۹ منډي کړي او لا هم نه دی سوځېدلی.
له ده سره افسر ځاځی لوبیږي چې تر دې دمه یې ۴۶ منډې کړي دي.
سبا به د دې ټیستلوبې وروستۍ ورځ وي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې پخوانۍ شارژدافیره مړه شوه
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې پخوانۍ شارژدافیره رافایلا یودیس په حق ورسیده.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازولۍ نن (یکشنبه، د جدي نهمه) په خپلې ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د هغې د مړینې خبر ورکړ خو د هغې د مړینې علت ته یې اشاره نه ده کړې.
دغه استازولۍ لیکلي چې رافایلا د افغانستان ریښتینې ملګرې او د ښځو او نجونو اتله وه.
رافایلا یودیس د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د شارژدافیرې په توګه خپل ماموریت د اګست په وروستیو کې پای ته ورساوه.
هغې د خپل ماموریت په پای کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس ستانکزي سره په یوه کتنه کې ویلي و چې په بروکسل کې به د افغانستان په اړه د اروپایي اتحادیې له چارواکو سره خبرې وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د زعفرانو په کښت کې د افغان کروندګرو ملاتړ کوي
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د تخمونو او مشورې په ورکولو سره په افغانستان کې د زعفرانو د کروندګرو ملاتړ کوي څو هغوی دا ارزښتناکه بوټی وکري او پروسس کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې دا د کورنیو لپاره د تغذیې د برابرولو یوه لاره ده.
دې پروګرام نن (د یکشنبې ورځ، د جدي میاشتې په نهمه) په یوه بیان کې ویلي چې زعفران د نړۍ سره زر بلل کېږي، او د دې کښت د دوامداره فرصتونو د رامنځته کولو یوه لاره ده.
راپورونه وايي، وروسته له هغه چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول شوی، افغان کروندګرو په بیلابیلو ولایتونو کې زعفرانو ته د یوه بدیل په توګه پام زیات کړی دی.
د افغانستان زعفران د کیفیت له نظره د نړۍ تر ټولو ښه زعفران ګڼل کېږي.
طالبانو په فاریاب کې یوه مېرمن په عام محضر کې په درو ووهله
په فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو (د مرغومي اتمه) یوه ښځه په عام محضر کې په درو ووهله.
د طالبانو سترې محکمې پرون په یوه بیان کې وویل، د تعزیری سزا دا حکم پر هغه ښځه چې په غلا تورنه وه، تطبیق شو.
د بیان له مخې دا ښځه د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له خوا په ۳۹ درو محکومه شوې وه او د سترې محکمې له تایید وروسته حکم پرې تطبیق شو.
د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې په تېرو دریو اونیو کې پر شاوخوا ۵۰ کسانو تعزیري سزاګانې تطبیق شوې دي.
د بشري حقونو ډلې پر طالبانو انتقاد کوي چې د بشري حقونو اصولو ته درناوی نه کوي او دا هم وايي چې د تورنو د محاکمې بهیر شفاف نه دی.
په خوست کې سلګونه کسانو د پاکستان پرضد اعتراضیه مظاهره وکړه
د خوست ولایت یوشمېر اوسېدونکو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د حملو پر وړاندې د اعتراض په توګه لاریون وکړ.
سلګونه کسان نن (د مرغومي ۸مه) د خوست ښار په سرګردان چوک کې راټول شول او په یوه اعتراضیه غونډ کې یې د پاکستان حملې وغندلې. معترضانو د پاکستان پرضد شعارونه ورکړل.
د تېرې اونۍ د سه شنبې په ماښام د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ هوايي حملې وکړې چې په نتیجه کې یې له ۵۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول.
د طالبانو چارواکو پرون وویل چې د پکتیا او خوست ولایتونو له اړوندو سیمو څخه د ځوابي حملو په ترڅ کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي.
د رحمت شاه غبرګې سلیزې
ټېسټ کرکټ؛ افعانستان د درېیمې ورځې ترپایه ۴۲۵ منډې وکړې
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې درېیمه ورځ بشپړه شوه او افغانستان یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۲۵ منډې وکړې.
دغه سیالي چې د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیل شوې ده، زمبابوې د خپلې لومړۍ پاڼۍ په بشپړولو سره ۵۸۶ منډې کړې وې چې لا هم افغان لوبډله ترې ۱۶۱ منډې شاته ده.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمت شاه د خپل ټيسټ کرکټ لومړنۍ غبرګه سلیزه ووهله او لا هم په ۲۳۱ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی. دغه راز لوبډلمشر حشمت الله شهیدي بیا په ۱۴۱ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.
په دې ټیسټ سیالۍ کې رحمت شاه او حشمت الله ۳۶۱ منډې ملګرتیا کړې ده چې دا د افغانستان د ټيسټ کرکټ په تاریخ کې تر ټولو اوږده ملګرتیا ده.
په روانې پاڼۍ کې یوازې صدیق اتل او عبدالمالک اوټ شوي لوبغاړي دي.
د ویلو ده چې دغه ټیسټ لوبه به د ډسمبر میاشتې تر ۳۰مې نیټې پورې روانه وي.
نږدې سل کورنۍ پرون له ایران او پاکستان راستنې شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس له ایران او پاکستان څخه د ۹۷ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړ.
دغه اژانس خبر ورکړی، چې «پرون د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۳، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.» په خبر کې نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته اخراج کړای شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده.
ټېسټ کرکټ؛ رحمت شاه د زمبابوې پر وړاندې سلیزه ووهله
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پیل شوې لومړۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم پيل شوې ده چې د غرمې ډوډۍ تر دمې پورې رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي توپوهنه وکړه.
د دې خبر تر لیکلو پورې د دوه افغان لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ ټولې منډې ۱۹۱ دي.
په دې پاڼۍ کې افغان لوبغاړي رحمت شاه سلیزه ووهله، هغه په ۱۰۴ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.
دغه راز حشمت الله شهیدي بیا په ۵۱ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی، خو لا هم افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې له زمبابوې څخه ۳۹۵ منډې شاته ده.
نن د لوبې دوه نور پړاوونه هم پاتې دي، که افغان لوبډله د ورځې تر پایه پورې توپوهنه وکړای شي، نو ښايي د زمبابوې د لومړۍ پاڼۍ ۵۸۶ منډو ته ور نېږدې شي.
د ویلو ده چې د دې ټیسټ لوبې دوه نوې ورځې هم پاتې دي.
طالبانو تېرو دریو اوونیو کې پنځوسو کسانو ته سزاوې ورکړي
د طالبانو تر ولکې لاندې ستره محکمه وايي، په تېرو درېیو اوونیو کې څه باندې ۵۰ کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي.
د دغې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، چې دغو کسانو ته په خوست، فاریاب، میدان وردګ، کاپیسا، کابل، غزني، پکتیا، کندوز، سمنګان، پکتیکا او پروان ولایتونو کې په عام محضر کې دغه سزاګانې ورکړل شوې دي.
د بشري حقونو ډلو پر طالبانو انتقاد کړی، چې د بشري حقونو اصولو ته درناوی نه کوي او د تورنو کسانو د محاکمې بهیر یې شفاف نه دی.