د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

خلیل‌‌زاد: د امریکا کړنې به له طالبانو سره د سولې هوکړې په عملي کېدو مشروطې وي


د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌‌زاد وايي، له دې وروسته به په افغانستان کې د دوی کړنې، له طالبانو سره د سولې هوکړې د جزئیاتو په عملي کېدو پورې مشروطې وي.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپل ټویټرپانه په سمنګان کې د ملي امنیت پر مرکز برید غندلی او لیکي، دا کار به د سولې د مخالفینو هڅې لا پیاوړې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد د سې شنبې په سهار په خپله ټویټرپاڼه ولیکل "له دې وروسته به په افغانستان کې د دوی کړنې له طالبانو سره د سولې د هوکړې جزئیاتو په عملي کېدو پورې مشروطې وي."

زلمي خلیل‌زاد لیکلي، له طالبانو سره د سولې د هوکړې له لاسلیک ۱۳۵ ورځې وروسته، د دې هوکړې د عملي کېدو مهم پړاو رارسېدلی دی.

خلیل‌زاد په سمنګان کې د طالبانو وروستي برید ته په اشاره لیکي "د یوه ولایت پر مرکز د چاودېدونکو توکو کارول د منلو نه‌دي او دا کار به د سولې د مخالفینو هڅې لا پیاوړې کړي."

که څه هم له امریکا سره د طالبانو د هوکړې پر بنسټ، په ۱۳۵ ورځو کې د بهرنیو ځواکونو د کموالي ترڅنګ باید تاوتریخوالی کم او بین‌الافغاني خبرې پیل شوې وی، مګر له دې ژمنو یوازې د بهرني عسکرو د کمېدو برخه عملي شوې، خو تاوتریخوالی زیات شوی او د افغانانو ترمنځ خبرې هم نه‌دي پیل شوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو له‌خوا د بریدونو دوام، د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې د لاسلیک شوې هوکړې سره په تضاد کې بولي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې رسنیو ته وویل، افغان حکومت تل سولې ته لومړیتوب ورکړی، خو سولې ته د ژمنتیا په برخه کې د طالبانو په کړنو شک شته.

ده زیاته کړه: "د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د لاسلیک شوې هوکړې په اړه د طالبانو د ژمنتیا په اړه پوښتنې لري. له امریکا سره د سولې د هوکړې له ‌لاسلیک وروسته، د سولې لپاره د طالبانو ژمنې ناچیزه دي. پر ایبک ښار پرونی برید د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي د دوام یو روایت دی."

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم نن د جګړې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې.

دې کمېسیون په خپله یوه اعلامیه کې لیکلي،"د افغانستان د امنیت شورا او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر څخه غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي او د بین‌المللي بشرپالو حقونو د نقض د قضیو د هر اړخیزې او جدي ارزونې په موخه، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، ملګرو ملتونو او فعالو مدني بنسټونو سره ارتباطي مېکانیزم رامنځته او ورسره اغېزمنه اړیکه جوړه کړي."

په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

په سمنګان کې د ملي امنیت پر مرکز برید په نړیواله کچه هم غبرګونه را پورته کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو، ناټو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم د سمنګان برید غندلی او د تاوتریخوالي پر کمېدو یې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG