د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

'د افغانستان په ګډون د نړۍ میلیونونه خلک د بې وزلۍ خطر سره مخامخ دي'


سره له دې چې نړیوالو په وروستیو تقریباً دوو لسیزو کې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې، اکثر خلک په شدید فقر کې ژوند کوي. 
سره له دې چې نړیوالو په وروستیو تقریباً دوو لسیزو کې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې، اکثر خلک په شدید فقر کې ژوند کوي. 

نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بحران ځپلو او ډېرو بې وزلو هېوادونو کې میلیونونه انسانان د کرونا د وبا له کبله د سختې بې وزلۍ له خطر سره مخامخ دي.

د دې ادارې په وینا، د نړۍ د بې وزلو خلکو تر ۷۰ فیصده زیات د افریقا په ۳۹ هېوادونو کې اوسېږي.

د نړیوال بانک مشر د مې په ۱۹مه وویل چې تقریباً، له درېیو څخه یوه برخه پروژې یې چې د بېړنۍ مرستې لپاره دی، د افغانستان په څېر هېوادونو کې به وي چې د فقر او وسله والو بحرانونو له کبله سخت ځپل شوي دي.

د نړیوال بانک رئیس ډیوېډ مالپاس وايي چې په نړۍ کې نږدې ۶۰ میلیونه انسانان به د کرونا د وبا له کبله په سختې قحطۍ او فقر کې ژوند ته اړ شي.

دې نړیوالې ادارې د سه شنبې په ورځ په ۱۰۰ هغو هېوادونو کې چې د ودې په حال کې دي، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستې یو ځانګړی پروګرام پيل کړ چې ۱۶۰ ملیارډ ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

دا پيسې به په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې د کرونا ویروس پر ضد پر مبارزه او د ډېرو متاثرو شوو هېوادونو پر اقتصادي بیارغونه ولګول شي.

د نړیوال بانک مشر ډیویډ مالپاس
د نړیوال بانک مشر ډیویډ مالپاس

د نړیوال بانک مشر د دې پروګرام د اعلان په وخت کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا د وبا له کبله د نړۍ ستر اقتصادي مارکېټونه تقریباً تړل شوي او په غریبو هېوادونو کې نږدې۶۰ میلیونه وګړي له دې کبله د سخت فقر کندې ته اچولای شي.

ډیوېډ مالپاس ویلي چې دوی، له دې کبله د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې د کرونا ویروس پر ضد د عاجلې مبارزې لپاره بېړنۍ او جدي اقدام کړی او داسې یو مېکانېزم یې جوړ کړی چې نور مرستندویان یې هم له لارې کولای شي چې د مرستې پروګرامونه په دې نیستي ځپلو سیمو کې وچلوي.

نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان، چاد، هایټي او نیجر په څېر هېوادونو کې چې وسله والو بحرانونو او طبیعي افتونو تر دې مخکې هم زیات ځپلي، د کرونا د وبا پر ضد د مبارزې لپاره زیاته مرسته لازمه ده.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون په وینا، د کرونا ویروس له کبله تر درې لکه او لس زره زیات انسانان په ټوله نړۍ کې مړه شوي او تر څلور اعشاریه اته میلیونه زیات انسانان په کوېډ ۱۹ناروغۍ اخته شوي دي.

د نړیوال بانک رئيس ویلي چې حکومتونه باید د خپلو مالي تعهداتو په برخه کې شفافیت زیات کړي او د دوامدارې پراختیا لپاره په چټکۍ حرکت وکړي تر څو په راتلونکې کې هم د ګټورې پانګونې او پور ورکولو زمینه برابره شي.

نړیوال بانک د دې میاشتې په پيل کې هم د خصوصي سکټور د ملاتړ او له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۴۰۰میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی و.

د ماليې وزارت ازادي راډیو ته ویلي و چې ۱۶۰ میلیون ډالر به یې د نړیوالو پراختیايی مرستو اداره او ۲۴۰ ملیون ډالر به یې په نړیوال بانک کې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له لارې ورکول کېږي.

سره له دې چې نړیوالو په وروستیو تقریباً دوو لسیزو کې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې، اکثر خلک په شدید فقر کې ژوند کوي.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس په حواله، تېر کال د افغانستان د وګړو پنځه پنځوس فیصده برخې په فقر کې ژوند کاوه.

دا په دې معنی ده چې يو وګړی، په ورځ کې تر یوه ډالر په کمو پیسو ژوند کوي.

نړیوالو څارونکو په مکرر ډول د افغانستان پر حکومتونو نیوکې کړې چې له اداري فساد سره یې سمه مبارزه نه ده کړې.

خو نړیوال بانک په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې خپور شو، ویلي و چې په افغانستان کې اقتصاد په ۲۰۱۹ میلادي کال کې دوه اعشاریه ۹ فیصده وده کړې وه .

د نړیوال بانک په وینا، به افغانستان کې د کرهنې ودې اود وچکالۍ کمېدو له دې ودې سره مرسته کړې وه.

خو نړیوال بانک هغه مهال هم ویلي و چې سیاسي بې ثباتي او خراب امنیت د دې هېواد د زیاتې اقتصادي ودې مخنیوی کوي.

XS
SM
MD
LG