د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

یو شمېر بې‌وزلو هېوادونو ته د پورونو ځنډولو په اړه د 'جې-۲۰' موافقه


ارشیف، د نړۍ د ۲۰ پرمختللي صنعتي هېوادونو تېره ناسته
ارشیف، د نړۍ د ۲۰ پرمختللي صنعتي هېوادونو تېره ناسته

'جي-۲۰' یا د نړۍ پرمختللو هېوادونو موافقه کړې چې د نړۍ یو شمېر بې‌وزلي هېوادونه دې، دې ډلې ته د پور بېرته ورکول وځنډوي.

دغه موافقه چې د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۵» اعلان شوه، د هغو پورونو په اړه ده چې باید د روان ۲۰۲۰ کال تر پایه د 'جي-۲۰' هېوادونو حکومتونو ته بېرته ورکړل شوي وی.

د فرانسې د مالیې وزیر برونو لومیر وویل په دې مهلت کې د ۲۰ میلیاردi ډالرو بیا ورکړه شامله ده.

تمه ده له دې موافقې څخه چې د کرونا ویروس له کبله د راپورته زیانونو د جبران لپاره شوې د نړۍ شاوخوا ۷۶ هېوادونه برخه‌من شي.

XS
SM
MD
LG