د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو وړاندیز، کیف دې د خپلې خاورې یوه برخه روسیې ته وسپاري


پر اوکراین د روسیې د پرونیو بریدونو یوه صحنه
پر اوکراین د روسیې د پرونیو بریدونو یوه صحنه

راپورونه وایي چې د اوکراین د جګړې د پای ته  رسیدو په هدف یو نوی وړاندیز چې طرحه یې متحده ایالتونو جوړه کړې، له کیف څخه غواړي چې د خپلې خاورې یوه برخه او ځینې وسلې وسپاري.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي که څه هم پر دغه نوي وړاندیز چې فایننشل ټایمز او رویټرز په تفصیل خپور کړی، تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې د مسکو له هغې غوښتنې سره مخالفت کړی چې د سولې په بدل کې دې ځینې سیمې ور وسپاري.

زلنسکي ویلي و، دا کار په راتلونکې کې د ورته یرغل په صورت کې د اوکراین دریځ کمزوری کوي.

د وړاندیز په یوه برخه کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د شمېر د کمولو خبره هم شوې ده.

وړاندې دا هم راغلي چې اوکراین کې باید هیڅ بهرنی سرتیری نه وي او ټینګار شوی چې اوکراین باید نور د لرې واټن ویشتونکې وسلې هم ترلاسه نه کړي.

د متحده ایالتونو رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا وړاندیز داسې مهال رسنیز کیږي چې د اوکراین ولسمشر د سولې خبرو د پياوړتیا لپاره ترکیې ته سفر کړی دی.

ولودمیر زلنسکي د ټیلګرام چینل په یوه پیغام کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له کوربه توب نه مننه کړې.

زلنسکي ویلي، فقط ولسمشر ډونالد ټرمپ او متحده ایالتونه کافي ځواک لري چې جګړه پای ته ورسوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوځل بیا له مسکو او کیف څخه وغوښتل چې د ترکیې په کوربه توب د سولې خبرې له سره پېل کړي.

دا غوښتنه پرون چهارشنبه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې روسیې د اوکراین پر لویدیځو سیمو درانه بریدونه وکړل.

د اوکرایني چاروکو په وینا، دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

اردوغان په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل " د جګړې دواړو لورو ته د ناوړه اغیزو" له کبله خبرې مهمې دي.

XS
SM
MD
LG