د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

د ټیټسو ناکامورا 'کاکا مراد' پر ژوند کتاب خپور شو


ښاغلی مهدي وايي، په دې کتاب کې هڅه شوې چې د ناکامورا فعالیتونه د ماشومانو په ذوق برابر په تصویرې بڼه وړاندې شي.
ښاغلی مهدي وايي، په دې کتاب کې هڅه شوې چې د ناکامورا فعالیتونه د ماشومانو په ذوق برابر په تصویرې بڼه وړاندې شي.

ګهوارې په نوم یوه بنسټ د لومړي ځل لپاره د ماشومانو لپاره د ټیټسو ناکامورا پر ژوند کتاب خپور کړ.

ګهواره هغه ډله چې د ماشومانو لپاره په درې ژبو پښتو، دري او ازبکي کتابونه لیکلي.

کاکا مراد د هغه کتاب نوم چې د ذبیح مهدي له لوري لیکل شوي او تازه د ګهوارې په نوم د یو بنسټ له لوري خپور شوی دی.

د کتاب لیکوال ذبیح مهدي وايي، تتسو ناکامورا په ډېرو کمو امکاناتو د افغانستان په ختیځ کې مهم کارونه ترسره کړل.

ښاغلی مهدي وايي، په دې کتاب کې هڅه شوې چې د ناکامورا فعالیتونه د ماشومانو په ذوق برابر په تصویرې بڼه وړاندې شي.

هغه زیاتوي: "د کتاب منځپانګه دقیقاً د کاکا مراد ژوند دی، ما په دې کتاب کې هڅه کړې چې د ناکامورا ژوند په تصویرې بڼه چې ماشومانو ته جالب وي وړاندې کړم."

ټیټسو ناکامورا د جاپان اصلي اوسېدونکی چې د افغانستان افتخاري تابیعت يې هم درلود او نږدې شل کاله يې په ننګرهار ولایت کې بېلابېل خیریه کارونه ترسره کړل.

نوموړی د سیمې د اوسېدونکی له لوري د کاکامراد په نوم یادېده، ده زرګونه جریبه شاړو ځمکو ته اوبه ورسولې، کرنیزې یې کړې او په دې ډول یې د زرګونو کورنیو په ژوند کې بدلون راوست.

د کتاب لیکوال ذبیح مهدي وايي، د کتاب انځورونه د غلام رضا حبیبي په نوم انځورګر کښلي دي.

د کاکا مراد کتاب څخه اخیستل شوې یوه برخه
د کاکا مراد کتاب څخه اخیستل شوې یوه برخه

دی وايي یاد کتاب به ډېر ژر جاپانۍ ژبې ته هم وژباړل شي: "د دې کتاب هدف دا هم دی چې د افغانستان ماشومانو ته د ټیټسو ناکاموراد ژوند داستان وړاندې شي موږ هڅه کوو چې افغان ماشومانو ته یوه سالمه الګو وړاندې کړو، څو افغان ماشومان متوجه شي چې څنګه کولای شي په ډېرو کمو امکاناتو خلکو ته ښه خدمت وکړي."

د کاکا مراد په نوم د دغه خپور شوي کتاب تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په هدف هارډ کاپي نه ده ویشل شوې خو سافټ یا پي ډي ایف بڼه يې د انترنېټ په وسیله یو شمېر خلکو ته رسېدلې ده.

ډاکتر ټیټسو ناکامورا د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ یا قوس په ۱۳ نېټه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ټپي او وروسته یې په روغتون کې د سختو تپونو له امله ساه ورکړه.

دغه وژنې په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه لرل، په ځانګړي ډول د ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ لغمان او نورستان اوسېدونکي د نوموړي وژنې سخت اندېښمن کړل او دا وژنه یې وغندله.

XS
SM
MD
LG