د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د سولې شورا یو شمېر غړي په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو له ناستې هرکلی کوي


د افغانستان د سولې د عالي شورا د رهبرۍ شورا غړی قاضي محمد امین وقاد
د افغانستان د سولې د عالي شورا د رهبرۍ شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو له ناستې هرکلی کوي او تمه ښيي چې دا ډول ناستې به د مستقیمو بین الافغاني خبرو پیل ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د رهبرۍ شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي، پاکستان هڅې پیل کړي چې یوه مجهوله او غیر تعریف شوې دښمني په نسبي دوستۍ بدله او د ښه نیت د پيل لپاره په سوله کې کلیدي او رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي وقاد د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په پاکستان کې د سولې له ناستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: له شک پرته پاکستان په افغان سوله کې مرکزي او کلیدي رول ادا کولای شي چې بدیل یې هم نشته، موږ د دغه سوله ییز جریان هرکلی کوو او تمه لرو چې دغه هڅې صادقانه وي او افغان ولس د حیات لپاره دوام پیدا کړي او بالاخره له مخالفینو سره د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره دروازه خلاصه شي.

په پاکستان کې د سولې لپاره د ناستې یو انځور
په پاکستان کې د سولې لپاره د ناستې یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پنجاب ایالات د مري بوربن تفریحي سیمه تېره ورځ د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په هدف د یوې ورځنۍ غونډې کوربه وه.

دغې ناستې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار، حنیف اتمر، عطا محمد نور، محمد محقق، کریم خلیلي او عبدالرشید دوستم په ګډون شااوخوا ۳۰ افغان سیاستوال وربلل شوي وو.

خو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو استازي یادې غونډې ته نه وو وربلل شوي.

په غونډه کې حامد کرزي او جنرال دوستم ګډون نه و کړی او خپل استازي یې ورلېږلي وو.

افغان حکومت تراوسه د غونډې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

په ورته وخت کې د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عتدال انتخاباتي ټیم په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلې چې د سولې او تفاهم په اړه د پاکستان د حکومت د هڅو هرکلی کوي.

د سولې او عتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر
د سولې او عتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر

دغه اعلامیه چې تېره ورځ خپره شوه، په کې تمه ښودل شوې چې پاکستان دې د دغه نوښت په دوام د بین الافغاني مستقیمو خبرو زمینه برابره کړي.

د چارو یو شمېر افغان کارپوهان د دغې غونډې په اړه ویشلي نظرونه لري، یو شمېر یاده ناسته بې ګټې او د وخت ضایع بولي، خو یو شمېر نور بیا وايي، ممکن پاکستان دغه اقدام د امریکا په هڅو او اشاره کړی وي چې ګټور تمامېدای شي.

حاجي سید داود چې تر ډېره د کابل او اسلام اباد سیاستونه او اړیکې له نږدې څاري، وايي چې امریکا له پاکستانه د پردې تر شا په افغان سوله کې مرسته غواړي او زیاتوي: د سولې راتګ افغانستان ته د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان له سویې لوړه خبره ده، په دې معنا چې امریکا په مسئله کې ګډه شوې، زه فکر کوم چې امریکا به له پاکستان سره تفاهم کړی وي او افغانان به یې پاکستان ته بللي وي چې دې کار ته سړی په مثبت نظر کتلای شي.

دا غونډه داسې مهال وشوه چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه افغان ولسمشر د پاکستان د صدراعظم په بلنه هغه هېواد ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG