د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

اوسېدونکي: د ازرې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده


د لوګر ازره ولسوالۍ
د لوګر ازره ولسوالۍ

د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخامخ ده.

دوی وايي چې وسله‌والو طالبانو دغې ولسوالۍ ته څلور غځېدلې لارې تړلي او حتی پلي کسانو ته هم د تګ راتګ اجازه نه‌ورکوي.

د ازرې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو محمد یعقوب او زمین ګل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۳۰» په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "څلور پنځه ورځې کېږي چې د ازرې ولسوالۍ د محاصرې په حالت کې ده، طالبانو له څلورو خواوو د پکتیا ځاځیو، ننګرهار حصارک، کابل قطارې او لوګر دوبندي لارې تړلې دي."

"خوراکي توکي لا څه چې پلی کس هم نه‌پرېږدي، د خوراکي توکو ستونزه لرو، ناروغان لرو د انتقال لارې بندې دي، له چارواکو غوښتنه کوو چې له څلورو لارو یوه‌یې راته خلاصه کړي."

ازره د لوګر لیرې پرته او ستراتېژیکه ولسوالۍ ده چې له پکتیا، ننګرهار او کابل ولایت سربېره د خېبر پښتونخوا له پاړا چنار سره هم نښتې.

دا لومړی ځل نه‌دی چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره کېږي، بلکې تېر او وړم کال هم وسله‌والو طالبانو محاصره کړه او هلته سختې نښتې وشوې.

د لوګر والي محمد انور اسحاقزی د ازادي راډيو د خبریال نسیم شفق سره د مرکې په حال کې
د لوګر والي محمد انور اسحاقزی د ازادي راډيو د خبریال نسیم شفق سره د مرکې په حال کې

د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزی د طالبانو له لوري د ازرې ولسوالۍ محاصره کېدل تأییدوي، خو ټینګار کوي چې د دې ستونزې د هواري لپاره له دفاع وزارت سره خبرې کوي.

دی وايي: "له څلورو کلونو راهیسې د ازرې اکمالات د هوا له لارې کوو، زه هم خبر یم چې ولسوالۍ محاصره ده، زه کابل ته راغلی یم، څو د دفاع له سرپرست وزیر سره دغه ستونزه مطرح کړم."

د نظامي چارو پوهان وايي چې طالبان هڅه کوي د ازرې ولسوالۍ په سقوط سره د لوګر، پکتیا او ختیځو ولایتونو ترمنځ ځان ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.

دوی وايي، که لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ سقوط وکړي، نو طالبان به د خاک‌جبار ولسوالۍ له لارې د کابل ښار له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG