پر ایران د امریکا د بندیزونو له وضع کېدو سره هممهاله د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د واشنګټن اقدامات د افغانستان پر سوداګرۍ او اقتصادي وضعیت هم ناوړه اغېز لري.
د یادې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري له بل هر وخته ډېره غوړېدلې وه چې پر ایران د امریکا بندیزونه دا راکړه ورکړه اغېزمنولای شي.
ښاغلي الکوزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۷» له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپله اندېښنه داسې شریکه کړه:
"د دغه ګام اغېزې منفي دي، کله چې په سوداګرۍ کې خنډ رامنځته کېږي طبعاً دا کار د افغانستان پر بازارونو هم اغېز کوي او زموږ اقتصاد تر فشار لاندې نیسي، که څه هم موږ هیله ښودلې چې افغانستان دې له دې امره مستثنی وګرځول شي، ایران له اقتصادي اړخه په سیمه کې زموږ یو ښه شریک دی چې دا اقدام به منفي اغېزې پرېږدي."
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ایران پر وړاندې د بندیزونو د لومړي پړاو اجرايي فرمان لاسلیک کړ.
ټرمپ خبرداری ورکړ هغه هېوادونه او اشخاص چې اوس هم له ایران سره سوداګریزې اړیکې پالي د امریکا په بازار کې به څه ونډه ونهلري.
دا بندیزونه د موټرو او مسافر وړونکو الوتکو په پېر او پلور، موټر جوړوونکو صنایعو د طلا او قیمتي فلزاتو په راکړه ورکړه او همدارنګه د بهرنيو مالي سرچینو څخه د ډالرو د پلور په برخه کې وضع شوي دي.
پر ایران دا بندیزونه داسې وخت وضع شوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا په دې وروستیو کې د تهران او کابل ترمنځ سوداګري ۱،۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
له دې سره د چابهار بندر څخه استفاده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیت پراختیا هم د افغانستان او ایران ترمنځ له ارزښته ډک بلل شوي دي.
له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار د کابل او واشنګټن اړیکو ته په کتو وايي چې امریکا د افغانستان اړتیاوې درک کوي او پر ایران بندیزونه به پر کابل جدي اغېز ونهلري.
نوموړي زیاته کړه:
"افغان حکومت پوهېږي چې امریکا يې له ستراتېژیکو همکارانو څخه دی چې په اسانۍ یو بل له لاسه نه سره ورکوي، د افغانستان پر اړتیاوو امریکا او نور نړیوال شریکان پوهېږي، زه ډاډمن یم چې په ایران د بندیزونو وضع کېدل به د افغانستان او امریکا پر اړیکو څه منفي اغېز ونهکړي."
د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په همدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پر ایران د امریکا بندیزونه به ممکن نهیوازې پر افغانستان، بلکې پر نورو هېوادونو هم ناوړه اغېزې ولري.
خو ښاغلي چخانسوري ټینګار وکړ چې اوس د کابل سوداګریزه اتکا پر تهران او اسلاماباد کمه شوې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پراخه شوې ده.
ده وویل افغان حکومت هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې په ډېرېدو پر ایران د امریکا بندیزونه افغانستان زیات اغېزمن نهکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ