د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

جان بولتون: ایران باید د نړیوالې ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون

په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا د سختو بندیزونه لومړۍ برخه نافذه شوه، د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وايي، دوی غواړي چې ایران د نړیوالې ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او په منځني ختیځ کې خپل منفي فعالیتونه پای ته ورسوي.

پر ایران د سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو لومړۍ برخه له سره پیل شوه.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي، واشنګټن د بېلابیلو هېوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له ایران څخه د تېلو صادرات صفر ته راکم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر د نړۍ هېوادونو ته له ایران سره د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړ.

ښاغلي ټرمپ په خپله ټویټرپاڼه ولیکل:

"پر ایران بندیزونه رسماً پیل شول، دا به تر ټولو سخت بندیزونه وي او د نومبر میاشت کې به تر ټولو لوړې اندازې ته ورسېږي. هر څوک چې له ایران سره سوداګري کوي له امریکا سره به‌یې ونه‌کړای شي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

هغه بندیزونه چې پر ایران د سې شنبې په ورځ پیل شول، په‌کې د ډالرو بانک نوټونو ته د ایران لاسرسی او د دې هېواد مهم صنایع لکه د موټرو او قالینو صنعت په نښه شوي دي.

ګومان نه‌کېږي چې دا بندیزونه به د ایران پر اقتصاد فوري اغېزې ولري.

جان بولتون: موږ د نړیوالې ترهګرۍ له ملاتړ، په منځني ختیځ کې له شرارت او بالیستیک توغندیو له پرواګرام څخه د ایران د یو پراخ په شاتګ غوښتونکي یوو.

خو د امریکا د بندیزونو دوهم پړاو چې ټاکل شوې د نومبر میاشتې له پنځمې نېټې به پیل شي، او د ایران د تېلو مهم سکټور په نښه کوي، ښايي د ایران لپاره سربېره پر دې دروند اقتصادي ګوزار وي چې د تېلو درې لویو پېرودونکو یې چین، هند او ترکیې د ایران څخه د تېلو په اخیستو کې د پام وړ کمي له راوستلو ډډه کړې.

د امریکا د بندیزونو دوهم پړاو د ایران د تېلو مهم سکټور په نښه کوي.
د امریکا د بندیزونو دوهم پړاو د ایران د تېلو مهم سکټور په نښه کوي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولتون د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هند، چین او ترکیې له‌خوا د ایران څخه د تېلو پېرودلو دوام ته اندېښنه نه‌لري وویل:

"نه، موږ له ټولو هېوادونو سره کار کوو چې له ایران څخه د تېلو صادرات صفر ته راکم کړو او په دې برخه کې پرمختګ هم کوو. فکر کوو چې دا بندیزونه لا دمخه ځپونکي دي او همداسې به دوام وکړي. فکر کوو چې دا به د ایران لپاره ډېر منفي اقتصادي عواقب ولري."

یو شمېر اروپايي هېوادونه چې له ایران سره‌یې اټمي تړون لاسلیک کړی، د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په اړه سخت اندېښمن دي.

هغه پرېکړه چې څو ستر اروپايي شرکتونه‌یې د جریمې له وېرې له ایران څخه وتلو ته اړ کړي.

هغه بندیزونه چې پر ایران پیل شول، په‌کې د قالینو صنعت هم په نښه شوی دی.
هغه بندیزونه چې پر ایران پیل شول، په‌کې د قالینو صنعت هم په نښه شوی دی.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، له ایران سره یو هر اړخیز تړون ته د رسېدو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی، خو د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون د سې شنبې په ورځ د فاکس نیوز ټلوېزیون ته وویل، موږ د نړیوالې ترهګرۍ له ملاتړ، په منځني ختیځ کې له شرارت او بالیستیک توغندیو له پرواګرام څخه د ایران د یو پراخ په شاتګ غوښتونکي یوو.

بولتون وویل، په ایران کې ډېر څه روان دي چې تهران‌یې باید په اړه ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG