د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۸

خبرونه

عراق پر ایران د امریکا له بندیزونو سره موافق نه‌دی

د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي، هېواد یې پر ایران د امریکا له بندیزونو سره موافق نه‌دی، خو ورسره به سم عمل وکړي.

عبادي پرون وویل، موږ د دې بندیزونو ملاتړ نه‌کوو، ځکه ستراتېژیکه تېروتنه ده، خو بندیزونو ته په پام به عمل وکړو.

د عراق صدراعظم زیاته کړې چې بندیزونه په مجموعي توګه غیر عادلانه دي او دوی په سیمه کې د بندیزونو پلوي نه‌دي.

د امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ پر ایران له سره بندیزونه ولګول او ولسمشر ډونالد ټرمپ د نړۍ هېوادونو ته له ایران سره د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړ.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي:

"موږ د خپلو خلکو او د هغوی د ګټو ساتنې ته ژمن یوو."

عراق چې د داعش پر ضد جګړه کې د امریکا متحد دی، په عین حال کې له ایران سره چې د عراق په سیاسي مسئلو کې ډېر دخیل دی، نږدې اړیکې لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اروپایي ټولنې له افغانستان سره څه باندې څلور نیم میلیونه ډالر مرسته وکړه

په بروکسل کې د اروپایي کمیسیون ودانۍ-ارشیف
په بروکسل کې د اروپایي کمیسیون ودانۍ-ارشیف

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د هوا له لارې د بشري مرستو د رسولو لپاره د څه باندې څلور نیم میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف د سې شنبې په ورځ وویل چې د اروپایي ټولنې په څلور میلیونه او شپږ لکه ډالرو مرستې به د افغانستان لرې پرتو سیمو ته خوراکي مواد ورسیږي.

د راپورونو له مخې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د افغانستان دننه تر یوزر شپږ سوه ډیرې الوتنې شوې دي چې نړیوالې مرستې یې اړمنو کسانو ته په لرې پرتو سیمو کې رسولې دي.

په ایران کې یو بل افغان اعدام شو

ارشیف
ارشیف

د هه نګاو په نوم د بشري حقونو موسسې د سې شنبې په ورځ په ایران کې د یوه افغان د اعدام خبر ورکړ.

د دې افغان نوم نه دی یاد شوی خو تخلص یې احمدي دی چې د خراسان رضوي ښار د تایباد په مرکزي زندان کې د یکشنبې په ورځ په دار ورځړول شو.

دا کس د مخدر موادو په تور اعدام شوی دی.

سږکال په ایران کې په لسګونو افغانان اعدام شوې دي. په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو د موسسې مشر محمود امیري په اوړي کې ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوه زره پنځه ویشتم کال له پيله د جون میاشتې تر نیمایي پورې د ایران په زندانونو کې څلویښت افغانان اعدام شوي دي. د همدې موسسې د راپورونو له مخې پروسږکال ایران اتیا افغانان اعدام کړي وو.

په دره نور کې زلزلې یو شمیر کسان ټپيان کړي

د اګست د ۳۱ زلزلې تصویر-ارشیف
د اګست د ۳۱ زلزلې تصویر-ارشیف

د ننګرهار په دره نور کې زلزلې پنځلس تنه ټپيان کړې دي.

په دره نور ولسوالي کې روغتیایي چاروکو پرون ناوخته وویل چې دا ټپيان روغتون ته انتقال شوې دي.

د اروپا او مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز په وینا، دا زلزله د سې شنبې په ورځ له جلال آباد ښار څخه درویشت کیلومتره لرې د دیرش کیلومتره په ژوروالي کې د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه وشوه.

د اګست په یو دیرشمه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په وینا زلزلې تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل او نژدې څلور زره نور یې ټپيان کړل.

طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د جمهوري نظام د وخت د اوبو یوه پروژه دې بیرته پیل کړي

په کابل کې د اوبو ستونزه-ارشیف
په کابل کې د اوبو ستونزه-ارشیف

طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د نوي کابل د څښاک اوبو پروژه بیرته پيل کړي.

دا پروژه چې د جمهوري نظام پرمهال په دوه زره شلم کې د جاپان نړیوالو همکاریو د ادارې( جایکا) په مرسته د څلرویشت میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پيل شوې وه، د نظام له سقوط سره یې چارې ودریدې.

په کابل کې پرون د طالبانو د اقتصاد وزارت چارواکو د جاپان د سفارت له غړیو سره د خبرو پرمهال د دې پروژې د کار د بیا پيل غوښتنه وکړه.

یوشمیر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی دی چې ښایي په راتلونکو څو کلونو کې په کابل کې ترمځکې لاندې د اوبو سرچینې وچې شي.

په زرګونو افغانان له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ افغانستان ته ستنیدلي

افغانستان ته له ګاونډیو هیوادو یوشمیر ستنیدلي کډوال-ارشیف
افغانستان ته له ګاونډیو هیوادو یوشمیر ستنیدلي کډوال-ارشیف

د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د دوشنبې په ورځ له لس زرو ډیر افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي وو، افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دفتر نن( سې شنبه) په یوه بیان کې وویل چې له له نهه زره پنځه سوه ډیر کډوال له پاکستانه او نژدې څوارلس سوه له ایرانه ستنیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، د کال له پیل راهیسې له شپږ لکه دوه شپیته زره څخه ډیر افغانان له پاکستانه، افغانستان ته تللي دي.

همداراز د کال له پيله ایران د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو د مهاجرت کارتونه باطل کړي او له خپلې خاورې یې د نژدې دوه میلیونه افغانانو د ایستلو بهیر پيل کړی دی.

طالبانو د جولای په دیرشمه ویلي و چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې یو میلیون او اته لکه افغانان له ایرانه اخراج شوې دي.

ننۍ زلزلې په ننګرهار کې یوشمیر کورونه نړولي دي

د اګست د ۳۱ نیټې له زلزلې وروسته د کونړ یو کلی-ارشیف
د اګست د ۳۱ نیټې له زلزلې وروسته د کونړ یو کلی-ارشیف

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قریشي بدلون وایي چې د ننۍ زلزلې له امله د ننګرهار په دره نور ولسوالي کې یوشمیر کورونه نړیدلي دي خو چاته د سر زیان نه دی اوښتی.

د اروپا او مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز په وینا، دا زلزله له جلال آباد ښار څخه درویشت کیلومتره لرې د دیرش کیلومتره په ژوروالي کې د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه وشوه.

په کابل کې هم دا زلزله احساس شوې ده.

د اګست په یو دیرشمه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په وینا زلزلې تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل او نژدې څلور زره نور یې ټپيان کړل.

یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره( یونیسف) وایي، د افغانستان راتلونکې په تعلیم ولاړه ده او طالبان باید له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د یونیسف د ماشومانو د حفاظت د برخې مشرې سین ګوپتا نن ( د سپتمبر ۲۳ مه) وویل چې ښوونځي هم د زده کړې لپاره مهم دي او هم د دې لپاره د ښوونځیو پرانیستل مهم دي چې په کم عمر نجونې واده نه شي.

یونیسف او د بشري حقونو ډلو تر دې مخکې هم د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې پر طالبانو غږ کړی دی چې له شپږ ټولګي ورپورته ښوونځي پرانیزي، خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې او په افغانستان کې د دې بندیز له امله په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو پاتې شوې دي.

پزشکیان له ټرمپ سره د احتمالي کتنې امکان ردکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د احتمالي لیدنې کتنې امکان رد کړی او ویلي یې دي چې له داسې چا سره خبرې نه شي کولی چې یوازې د زور په ژبه غږیږي.

پزشکیان دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تر تګ مخکې وکړې.

د ایرنا خبرې اژانس په وینا، امریکا د پزشکیان ماشومانو، د هغه زوم او د رسنیو اکثر غړیو ته ویزې نه دې ورکړي او یوازې یې د ایران ولسمشر او څو نورو کسانو ته اجازه ورکړې ده چې امریکا ته داخل شي.

سږکال د جون په میاشت کې د اسراییل او ایران د جګړې په ترڅ کې امریکایي الوتکو د ایران پر اټومي تاسیساتو بمباري وکړه چې له دې سره په وروستیو کلونو کې د تهران او واشنګتن کړکیچن اړیکي تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي دي.

په ختیځ کې زلزله شوې

د افغانستان په ختیځ کې نن یوه زلزله شوې چې تراوسه پورې یې د زیانونو راپورندی ورکړل شوی.

د اروپا او مدیترانې د زلزلې پیژندنې مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښترپه کچه د ۴،۹ ثبت کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د جلال په ۲۳ کیلومترۍ کې ۳۰ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دغې زلزلې ټکانونه په کابل کې هم احساس شوي دي. تردې وړاندې د اګسټ په ۳۱ په سیمه کې ریښترپه کچه ۶،۱ زرورې زلزلې ترټولو ډیرزیانونه په کونړولایت کې خلکو ته اړولي و. د طالب چارواکو د شمیرو له مخې هغې زلزلې شاوخوا ۲ زره دوه سوه کسان وژلي او له ۴ زرو زیات ټپیان کړي و.

له هغې زلزلې وروسته په سیمه کې د ډیرو نورو زلزلو ټکانونه هم احساس شوي دي.

د فوټبال د سروزو د توپ ګټونکي وټاکل شول

عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي
عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي

عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي د بالون دور (Ballon d'Or) یا د سرو زرو د توپ جایزه وګټله او د فوټبال په نړۍ کې د غوره نارینه او ښځینه لوبغاړو په توګه وټاکل شول.

دمبله په تېر فصل کې د ۳۷ ګولونو او ۱۵ پاس ګولونو په ترسره کولو وکولای شول له پاریس ‌سن‌ژرمن سره وځلېږي او د فرانسې او اروپا اتلانو په لیګ کې اتلولي ترلاسه کړي.

دیمبله د دې جایزې په ترلاسه کولو سره وویل: «ریښتیا هم د بیان لپاره کلمې نه لرم. له پاری‌سن‌ژرمن سره یو نه هیریدونکی فصل و.» هغه زیاته کړه چې د خپلې لوبډلې سر رزونکی، لوییس انریکه « د ده لپاره د پلار په څېر» و.

ایتانا بونمتي، د اسپانیا او بارسلونا ۲۷ کلنه مدافع لوبغاړې په تاریخ کې لومړۍ ښځه شوه چې درې ځله پرلپسې په نړۍ کې د فوټبال دا تر ټولو ستره جایزه ترلاسه کوي.

هغې وویل: «دا یو نه هیریدونکی احساس دی. هېڅکله یې فکر نه کاوه چې داسې مقام به ترلاسه کوي، ځکه چې په ماشومتوب کې یې فکر نه کاوه چې د ښځو فوټبال به وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG