د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

د ناټو سرمشریزه، د نظر اختلاف او اتفاق


تمه ده چې د ناټو مشران په بروکسل کې د افغانستان په اړه د درېیو مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړه وکړي؛

  • د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د پوځیانو زیاتېدل.
  • له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د مرستو غځول.
  • د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ.

دا غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې، ۱۱ او ۱۲ د جولای په بروکسل کې د ناټو په نوې ودانۍ کې چې تر یو میلیارد ډالر ډېر خرڅ پرې شوی دی ترسره کېږي.

د دې غونډې د پیلېدو په درشل کې د جولای په ۱۰مه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو په مرکز کې د افغانستان په اړه د غونډې اجنډا روښانه کړه.

د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره غونډې ته که وکتل شي نو دا سیمه‎ییزې هڅې به طالبان د خبرو مېز ته راکاږي؟

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ په ځواب کې وویل:

"زه فکر کوم چې دا مهمه ده چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د یوه بهیر ملاتړ وکړو. همدغه علت دی چې ناټو په شدت د ولسمشر غني د سولې د ابتکار هرکلی کړی دی. ده طالبانو ته له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز کړی او هغوی ته‌یې بلنه ورکړې ده چې خبرې پیل کړي. همداراز یې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ. موږ د سیمې د هېوادونو د ملاتړ پر اهمیت سخت ټینګار کوو، خو دا ملاتړ باید د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو څخه وشي. په افغانستان کې د ناټو د حضور اصلي دلیل له ترورېزم سره مبارزه ده. د دې کار د ترسره کېدو لپاره موږ یوه باثباته افغانستان ته اړتیا لرو او موږ به هلته یوو. د ناټو د پوځي حضور هدف د یوې سوله‎ییزې حل‎لارې رامنځته کول دي، د داسې حل‎لارې چې پر مذاکرې ولاړه وي."

  • د افغان ځواکونو دوامداره مالي ملاتړ

د ناټو یوه مقام په بروکسل کې ازادي راډیو ته وویل چې د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره چې کومه بودجه د افغان ځواکونو لپاره په پام کې ده، شااوخوا ۶ میلیارده ډالرو ته رسېږي چې نږدې ۴،۷ میلیارده ډالر یې د امریکا متحده ایالات، شااوخوا یو میلیارد یې د ناټو شریکان او متحدان او شااوخوا ۴۴۰ میلیونه ډالر یې د افغانستان حکومت چمتو کوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ناټو په غونډه کې برخه اخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د ۲۰۱۷ میلادي په اګسټ کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه، د ناټو د روانې غونډې یو مهم برخه‎وال دی.

ټرمپ د ستراتېژي د اعلان پر مهال ویلي و:

"امریکا به د افغانستان له حکومت او د دغه هېواد له پوځه چې له طالبانو سره مخامخ دي خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي."

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې په یوه نا اعلان شوي سفر دوشنبه د جولای ۹مه کابل ته ولاړ، له ولسمشر اشرف غني سره‌یې په ارګ کې وکتل او ویې‌ویل، طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې نه‎شي بریالي کېدای، خو تر اوسه د افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې نه‎دي توانېدلي چې طالبان د خبرو مېز ته راکاږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او ولسمشر غني
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او ولسمشر غني

طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند وکړ، خو تمدید یې نه‎کړ چې له دې سره د ځینو په باور کومې هیلې چې سولې ته پیدا شوې وې هغه سړې شوې.

  • د ناټو د مشرانو د غونډې په درشل کې اختلافات

په‎داسې حال کې چې ناټو او ملاتړي یې د افغانستان د قضیې په برخه کې هم‎نظره ښکاري، په ځینو برخو کې د ناټو دننه اختلافات تر سترګو کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جرمني په ګډون د ناټو پر یو شمېر غړو انتقاد کړی دی چې ناټو ته خپله ونډه سمه نه‌ورکوي.

ولسمشر ټرمپ د جولای په ۹مه په ټویټر کې ولیکل:

"د امریکا متحده ایالات تر بل هر هېواد پر ناټو ډېر لګښت کوي، دا له انصافه لیرې ده او د منلو نه‎ده حال دا چې دغو هېوادونو وروسته تر دې خپله برخه زیاته کړې هم ده چې ما کار پیل کړی، خو باید خپلې هڅې پسې زیاتې کړي."

ټرمپ دا خبره هم کړې ده چې جرمني د خپل ناخالص تولید یوه برخه ناټو ته ورکوي او د امریکا متحده ایالات ۴ په سلو کې.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ دا ومنله چې ستونزې شته، خو ویې‌ویل چې د ناټو یو شمېر غړو د ناټو دفاعي لګښت زیات کړی او پسې زیاتوي یې.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې مثلاً په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یوازې ۳ غړو هېوادونو د خپل ناخالص تولید دوه په سلو کې ناټو ته ورکولې او روان کال ۸ غړو هېوادونو د خپل ناخالص تولید نږدې دوه په سلو کې د ناټو دفاعي لګښت ته ځانګړي کړي دي.

سټولټنبرګ بیا وویل، په تېرو ۴ کلونو کې د ناټو اروپایي متحدانو او کاناډا تر ۸۷ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې د ناټو پر دفاعي چارو لګولي دي.

د ناټو عمومي منشي دا هم وویل چې د ناټو غړي هېوادونه دا هڅې د متحده ایالاتو د خوښۍ لپاره نه‎کوي، د دې لپاره‌یې کوي چې اړتیا شته او د ده په وینا نړۍ په داسې وضعیت کې ده چې د پیشبیي وړ نه‌ده.

سربېره پر دې چې د ناټو د لګښت پر سر د امریکا او د اروپایي ټولنې د هېوادونو ترمنځ تا ویلي ما ویلي شته، خو ناټو وایي چې د ټرمپ په مشرۍ په اروپا کې د امریکا دفاعي پانګونه ۴۰ په سلو کې زیاته شوې ده.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

بل لور ته د اروپا او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې هم لانجه شته.

د امریکا ولسمشر د جون په میاشت کې په کاناډا کې د «جي ۷» یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو له غونډې لاس واخیست، بل لور ته واشنګټن له اروپا نه پر یو شمېر وارداتو نوې تعرفې وضعه کړې دي.

تېر کال د ناټو د سرمشریزې شعار دا و:

"موږ په یوه تړون کې متحد یوو."

سږ کال داسې به د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ښکاره شي چې دا شعار تر څه بریده په خپل ځای پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG