د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

ټرمپ: د ناټو د دفاعي لګښتونو وېش غیر عادلانه دی


د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ناټو متحدینو باندې د هغوی د دفاعي لګښتونو له کبله انتقاد وکړ.

ډونالد ټرمپ د دغه هېواد د پخوانیو ولسمشرانو په څېر په دې اړه ناهیلې ښودلې چې متحده ایالات لا هم د ناټو په پوځي برخه کې تر ټولو ډېر لګښت ورکوي.

خو ولسمشر ټرمپ دغه انتقادونه هم د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال کړي و او هم په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر په توګه.

ښاغلي ټرمپ دغه‌راز د ناټو دا وینا چې د دې سازمان پر یوه غړي حمله پر ټولو غړو برید وبلل شي، هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر چې تېره ورځ‌یې یوه په بل پسې پر ټویټر لیکنې کولې وویل:

"د امریکا متحده ایالات د ناټو د هر غړي په نسبت، تر ټولو ډېر لګښتونه ورکوي."

هغه لیکلي چې دا کار عادلانه نه‎دی.

ډونالد ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي چې ناټو تر امریکا د اروپا لپاره ډېره ګټوره ده.

د ناټو غړي هېوادونه ژمن دي چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې خپل دوه فیصده ناخالص کورني لګښتونه ناټو ته ورکړي، خو یوازې څو د ګوتو په شمار هېوادونه دغه کار ترسره کوي او یا ورنږدې دي.

د واشنګټن او کاناډا او د هغو د اروپایي شریکانو ترمنځ د سوداګریز تقابل وروسته داسې ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ نظریات ښیي د بروکسل غونډې به جنجالي وي.

ولسمشر ټرمپ د څلور ورځني سفر په هدف نن اروپا ته ځي او په‎دې سفر کې به په بلجیم، انګلستان او سکاټلنډ کې تر تم کېدو وروسته د راتلونکې دوشنبې په ورځ هلسینکي ته ولاړ شي او هلته به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د امریکا متحدین او شریکان د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لیدو ته هم اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG