د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

افغانستان ته د امریکا د بهرنيو چارو د وزير پر ناببره سفر نړیوالې تبصرې


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو د دوشنبې د ورځې ناببره سفر په اړه ليکلي دي.

ورځپاڼې ليکلي، پامپيو په افغانستان کې د اوربند په اړه خپلې د جون مياشتې خبرې تکرار نه‎کړې.

د ورځپاڼې په وينا، پامپيو ویلي و چې د امریکا اداره به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکي په ګډون د سخت دريځو د بېلابېلو اندېښنو په اړه خبرو ته چمتو وي.

ورځپاڼې ليکلي چې له افغانستانه د ټولو نړيوالو ځواکونو وتل د مذاکراتو لپاره د طالبانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم افغانستان ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير نا اعلان شوي سفر ته کتلي دي.

مايک پامپيو افغانستان ته د سفر پر مهال وويل چې هېواد يې حاضر دی د افغانستان د سولې برخه شي.

دا لومړی ځل دی چې پامپيو د امريکا د بهرنیو چارو د وزير په توګه تر دندې پيلولو وروسته په رسمي توګه افغانستان ته تللی.

ورځپاڼې لیکلي چې دا په‎داسې حال کې ده چې امريکا هڅې زياتې کړي چې طالبان د سولې مذاکراتو ته چمتو شي.

ورځپاڼې د پامپیو دې خبرې ته هم اشاره کړې چې وايي، ډېری طالبان اوس په دې باور دي چې د جګړې له لارې نه‎شي بريالي کېدای.

  • هیومن رایټس واچ

د بشري حقونو نړيوال سازمان يا هیومن رایټس واچ لیکلي، ناټو په افغانستان کې د غير قانوني هوايي حملو په بشپړ تحقيقاتو کې پاتې راغلی دی.

د خپرونې په وینا، دا موضوع ممکن د ملکيانو د مخ پر زياتېدونکو تلفاتو سره تړاو ولري.

خپرونې ليکلي، د ناټو غړو هېوادونو مشرانو د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د ناټو د هغو هوايي حملو په اړه د تحقيقاتو غوښتنه وکړه چې په‎کې ملکيان وژل کېږي چې په راتلونکي کې د داسې تلفاتو مخه ونیول شي.

خپرونې ليکلي چې د ناټو غړي هېوادونه بايد پر افغانستان فشار راوړي چې د جګړې له قوانينو د سرغړونې په صورت کې له خپلو ځواکونو ځواب وغواړي.

XS
SM
MD
LG