د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۴

ننګرهار کې د ډینګي تبې پیښې ډیرې شوي، څنګه ځان ترې ساتلی شو؟


ارشیف
ارشیف

ننګرهار کې د ډینګې ناروغي ډېره شوې ده. د دغه ولایت یو شمیر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، چې خپله، د کورنۍ غړي او د کلي او سیمې ډیرې اوسېدونکي یې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریس امین الله شریف هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه ویې ویل، دا مهال یوازې نېږدې نوي تنه په دغه ناروغۍ اخته کسان دوی سره د ننګرهار په انتاني روغتون کې بستر دي.

" ګنسه به پرته وم، خو بیا چې ولاړم ډاکټر ته، اوس ښه یم شکر. " دا په ډینګي د اخته میرمنې بسمینې خبرې دي.

ډینګې ماشې چېچلې وم، وضعیت مې ډیر خراب و، تبه مې درلوده

هغې ازادي راډیو ته وویل" څو ورځې مخکې ډینګې ماشې چېچلې وم، وضعیت مې ډیر خراب و، تبه مې درلوده، ځان درد او سر درد، ګنکسیت مې درلودو. "

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی لطیفه هم وايي، د کورنۍ څو تنه غړي یې په ډینګې ناروغۍ اخته شوي دي" زما په خپله کورنۍ کې هم یو دوه وړې په دغه ډینګې ناروغۍ اخته، دي او په سیمه او چم ګاونډ کې هم ډیر خلک او د کورنۍ غړې یې دا ناروغي لري، بیخي په سیمه کې زیاته شوې ده. "

ډینګه تبه، یا ژوره تبه یو ډول ویروسي ناروغي ده چې د ویروس ککړو ماشو په واسطه د انسانو ترمنځ، تر ډېره په تودو او نیمه تودو سیمو کې خپرېږي.

په ډینګې تبې ډېری اخته کسان نښې نښانې نه‌لري، خو په ځینو انسانانو کې د دغې تبې نښې نښانې لوړه تبه، سر درد او ځان درد وي او جلدي ستونزې ورته پیدا کېږي.

په دې تبې ډېری اخته کسان له یوې تر دوو ورځو ښه کېږي، خو په ځینو کسانو کې بیا دا تبه شدیده وي او اړتیا لیدل کېږي چې په روغتون کې بستري شي او ان په ځینو مواردو کې دا تبه د انسانانو د مرګ لامل هم کېږي.

ننکرهار لپاره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریس مولوي امین الله شریف جمعه د نومبر اوومه ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې په دغه ولایت کې دا ناروغي دیره شوې ده او یوازې ۸۸ تنه په دغه ناروغۍ اخته کسان دوی سره د ننګرهار په انتاني روغتون کې بستر دي" دینګي ناروغي بیخي زیاته شوې ده، ټول ننګرهار یې نیولی دی، ډېرې ولسوالۍ یې نیولې دي، زمونږه انتاني روغتون کې بیخي ځای نشته، ۸۸ پورې کسان خو اوس هم بستر دي، بیخي زیاته شوې ده. "

زمونږه انتاني روغتون کې بیخي ځای نشته، ۸۸ پورې کسان خو اوس هم بستر دي

نوموړي زیاتوي دا داسې مهال ده، چې د ننګرهار په انتاني روغتون کې دوی دا مهال د درملو او لاربراتوار د وسایلو په برخه کې هم جدي ستونزو سره مخ دي.

روغتیا پالان وايي، ډینګه ناروغي کومه ځانګړې درملنه نه لري او ناروغ باید معایات او تازه میوه ډیر استفاده کړي.

له دې ډلې د داخله ناروغیو معالج ډاکټر، محمد حکیمي ازادي راډیو ته وویل" د دې خاصه درملنه نشته، ناروغ باید د بدن مایعات پوره کړي، جوس او تازه میوې باید په کافي اندازه استفاده کړي او په درملو کې یوازې پاراستامول دي. "

نوموړی سپارښتنه کوي، چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره له پشه خانو او د ماشو ضد مرهمونو نه باید استفاده وشي، په ځانګړي دول په تودو سیمو کې باید د ماشو ضد دوا وپاشل شي او دغه شان په دې ناروغۍ اخته ناروغان باید ډېر مایعات او ویټامین سي واخلي او خپله روحیه لوړه وساتي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د نړۍ نیمایي خلک پر ډینګې تبې د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي او د اټکل له مخې هر کال له یو لکو، تر څلور لکو کسانو ته دا ویروس انتقالېږي.


XS
SM
MD
LG