د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

خوستوالو له ښکیلو خواوو د جګړې د دریدو او اوربند غوښتنه وکړه


د خوست قومي مشرانو، دیني عالمانو، پخوانیو جهادي قوماندانانو او اوسېدونکو د افغانستان له دولت او وسله والو مخالفینو غوښتنه وکړه چې جګړه ودروي، اوربند دې وکړي او د شته ستونزو د حل لپاره دې مخامخ خبرو اترو ته سره کېني.

دوی زیاتوي، ولس تر هر وخت زیات سولې ته تږی دی او دا ارمان هله پوره کېدلی شي چې ټول افغانان سره یو لاس شي او د دې ملي او ولسي ارمان لپاره په ګډه کار وکړي.

ویناوالو یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ هغه غونډه کې وکړې چې د سولې په ملاتړ د ګربز ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.

پخواني جهادي قوماندان ملک حفیظ الله جان وویل چې ټول افغانان د سولې تږي دي، خو دې ارمانه ته رسېدل د ټول ملت یووالي او ګډ کار ته اړتیا لري.

نوموړي وړاندې وویل، حکومت هم باید خپلې ژمنې په عمل کې پلي کړي او هغه مسوولیتونه چې دوی پورې اړه پیدا کوي صادقانه يې سرته ورسوي.

د ګربزو یو تن قومي مشر حاجي ګل احمدخان وايي چې حاضر دي په خپل لګښت او خپلو امکاناتو د ولسي کاروانونو له لارې د افغانستان شمال، ختیځ او لوېدیځ ته د سولې پیغام ولېږدوي.

ګل احمد خان
ګل احمد خان

د خوست یو تن دیني عالم مولوي ګل سعید وايي، که حکومت وغواړي دیني عالمان د سولې لپاره هر اړخیز کار کولی شي، خو د نظام په داخل او بهر کې داسې کسان شته چې ګټې يې په جګړې کې خوندي دي او نه غواړي چې له جګړې ستړی ولس پر سوله بسیا شي.

قومي مشر حاجي رسول محمد خان بیا وویل چې د دې جګړی ډېری قربانیان ملکي وګړي دي او دې حالت د هېواد په کچه بېلابېلو ستونزو او قانون ماتونو ته زمینه برابره کړې ده.

ده دولت او مخالفینو ته لمن وغوړوله چې جګړې پرېږدي، اوربند دې وکړي او مخامخ خبرو ته دې زمینه برابره کړي، نو دا اواز لکه څرنګه چې په ټول افغانستان کې اوچت شوی باید تر پایه تعقیب شي.

حاجي رسول محمد خان وړاندې وویل، افغانان غریب ژوند قبلوي، خو چې له جګړو خلاصون پیدا کړي.

د خوست د سولې غوښتنې غونډه
د خوست د سولې غوښتنې غونډه

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړو په پلازمینه کابل کې کې د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالتونو د سفارت مخې ته اعتراضونه پیل کړي او د دې حرکت مسوولین وايي چې په تعقیب به يې د روسیې، ایران او پاکستان د سفارتونو مخې ته پرلت ووهي.

د سولې عالي شورا هم د دې لپاره ولسي حرکتونه ستایلي او ویلي يې دي، دغه شورا د هر هغه حرکت ملاتړ کوي چې د سولې د ټینګښت په هدف ترسره کېږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG