د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د سولې په اړه د ولسمشر غني خپله مقاله!


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه لیکنه خپره کړې ده. دا مقاله د افغانستان ولسمشر اشرف غني لیکلې ده.

ولسمشر غني لیکي، د افغانستان په ۳۳ میلیونه خلکو کې نیمایي هغه ځوانان دي چې ښایي یوه ورځ یې هم سوله نه وي لیدلي.

د ښاغلي غني په وینا ۳۸ کاله افغانانو په زړونو کې سولې ته هیله لرله، پر شونډو یې دعاوې ورته کولې او اخر د جون په ۱۵مه دا دعاوې له اوربند سره د لنډ وخت په مخه مستجابه شوې.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې وړاندې راغلي دي چې درې ورځې افغانان سره متحد شول او د سولې ټینګیدو ته خوشاله وو.

د ښاغلي غني په باور د افغانستان جګړه نوره باید پای ته ورسېږي او د سیمې او نړۍ هېوادونه هم باید د افغانستان له سولې او ثباته ګټه واخلي.

  • فارین پالیسي

فارین پالیسي هم د افغانستان د سولې مسئله څیړلې ده. دغه خپرونه لیکي چې دا ګرانه ښکاري چې طالبان دې د خبرو میز ته راکاږل شي.

دغه خپرونه لیکي:

د اختر په درېیو ورځو کې اوربند ښایي د ولسمشر اشرف غني هغه مخالفین چې پخوا یې د سولې لپاره وار له مخه شرطونه ایښودل کمزورې کړي او افغان ولسمشر ته یې په عامه سطحه او سیاسي کچه حتی د سختو خبرو لپاره زیات ملاتړ ور په برخه کړی دی.

د خپرونې په باور د طالبانو قوماندانان هم تر اوربند وروسته پر خپلو وسله والو یو ډول بې باوره شوې دي.

خپرونه بیا په دې برخه کې تر اوربند وروسته د طالبانو بریدونو ته اشاره کوي چې په لسګونو افغان امنیتي پوځیان په کې وژل شوې دي.

خو فارین پالیسي لیکي، که طالبان د پخوا په څېر بیا په خپلو بریدونو کې ملکیان په نښه کړي، نو ښایي ډېر ژر د عوامو نظر بدل شي.

خپرونه وړاندې لیکي:

کابل غواړي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، طالبان بیا وایي چې له امریکا سره خبرې کوو او هغه وخت له کابل سره خبرو ته کښینو چې بهرني پوځیان وتلي وي.

واشنګټن بیا د افغانانو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي او له طالبانو سره په رسمي ډول خبرې نه کوي.

فارین پالیسي بیا لیکي چې له افغانستانه د بهرنیو پاتې ځواکونو د وتلو سمدستي پلان هم نه ترسترګو کېږي، خو خپرونه لیکي چې په وروستیو کې امریکا د سولې د خبرو په برخه کې خپله پالیسي نرمه کړې ده او د جون په ۱۶مه د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پومپئو وویل چې واشنګټن دې ته چمتو شوی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړي، اسانتیاوې ورته برابرې کړي او برخه په کې واخلي.

XS
SM
MD
LG