په ملګرو ملتونو د امریکا د متحدو ایالاتو استازې نيکي هيلي ویلي، حکومت به یې پر دې چې هند اجازه ولري چې یوازې افغانستان ته د تجارتي مالونو د لېږدولو لپاره د ایران له یوه بندره د تجارتي دهلېز په توګه کار واخلي، کار کوي.
هغې پرون «چهارشنبه/د جون ۲۷مه» په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم، نرېندرا مودي سره وکتل او د نورو مسئلو ترڅنګ یې د چابهار پر بندر افغانستان ته د هند پر صادراتو خبرې ورسره وکړې.
د ایران د چابهار بندر د هند، ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا د جمهوریتونو ترمنځ د تجارتي مالونو د ارزانه انتقال لپاره حیاتي اهمیت لري.
د افغانستان، هند او ایران ولسمشرانو تېر کال د دې بندر لومړۍ برخه پرانېستله او د هند ۱۱۰ زره ټنه چې افغانستان ته یې د مرستې لپاره ورکړي وو، له دې لارې نیمروز ته ورسېده.
د نیمروز والي، محمد سمیع تېره شپه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې پر ایران د اقتصادي او تجارتي انزوا د کړۍ تنګېدل، پر هغو اقتصادي او تجارتي امکاناتو چې د چابهار بندر فعالیت په افغانستان او ټوله سیمه کې د سوداګرۍ د ودې لپاره رامنځته کولای شوای، منفي اغېز کولای شي.
محمد سمیع زیاته کړه:
"واقعاً، د چابهار بندر داسې بندر دی چې موږ کولای شو چې د ابرېشم د پله له لارې تجارتي مواد د هېواد نورو برخو، د منځنۍ اسیا جمهوریتونو او د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړو. د دې بندر په مرسته، ویلی شم چې نیمروز به زموږ د هېواد اقتصادي قطب شي او که چېرې پر دې بندر د موادو لېږد او رالېږد بند شي، پر موږ به واقعاً منفي اغېز وکړي."
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال مې میاشتې په اتمه نېټه له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې لاسلیک کړې وه، د خپل هېواد د وتلو اعلان وکړ.
د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې سره سم، هغه اقتصادي بندیزونه چې د امریکا د متحدو ایالاتو له لوري د ایران د تېلو پر صادراتو او مرکزي بانک د ۲۰۱۵ میلادي کال د موافقې پراساس لرې شوي وو، برحاله شول.
د نیمروز والي د ایران او امریکا ترینګلو اړیکو ته په اشارې وویل چې د ایران یا هند چارواکو د چابهار بندر د فعالیت په اړه له دوی سره د اندېښنې وړ خبره نهده شریکه کړې.
خو د رویټرز خبري اژانس په حواله، امریکا خپلو ټولو متحدانو ته ویلي چې لږ تر لږه د ایران د تېلو واردات بند کړي.
د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوه لوړ رتبه ډیپلوماټ چې نوم یې پټ ساتل شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکا ښايي د نوومبر تر میاشت وروسته پهدې برخه کې هېڅ ډول استثنی په پام کې ونه نیسي.