په روان ميلادي کال کې لسګونه تنه په دې تور نيول شوي چې د افغانستان له هوايي ډګرونو څخهيې هندوستان ته نشهيي مواد قاچاق کول.
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د روان میلادي کال له پیله بیا تر اوسه پورې ۸۰ کسان پهدې تور نيولي چې تر ۸۵ کېلو ګرامو ډېر هیروئینيې د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته قاچاق کول.
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیر نظامالدین بهاوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نشهيي موادو نړيوالو قاچاقي شبکو اوس د هوايي ډګرونو له لارې قاچاقو ته مخه کړې ده.
ښاغلی بهاوي وايي چې د نشهيي موادو د قاچاقو ارتباطي شبکه له نورو شبکو سره مستقیمې اړیکې لري او د افغانستان په څو ولایتونو کې خپلې څانګې لري.
د ښاغلي بهاوي په وینا دا شبکې د خلکو له بېوزلۍ ناوړه ګټه اخلي او د دې بېوزله خلکو پهواسطه نشهيي مواد بېلابېلو هېوادونو ته قاچاقوي.
نوموړی وايي:
"تر ۸۰ ډېر قاچاق کوونکي مو ونیول چې ډېرو یې نشهيي مواد په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او هند تهیې قاچاق کول. یوازې هند ته د نشهيي موادو قاچاق کوونکي نهدي نیول شوي، بلکې هغه کسان مو هم نیولي چې ترکیې او دُبۍ تهیې نشهيي مواد قاچاق کول. موږ هڅه کوو چې اصلي کسان ونیسو، سږ کال مو څو عملیات وکړل چې بریالي وو. څه موده مخکې مو یوه لویه ډله ونیوله چې د څو ولایتونو کسان پهکې شامل وو او د دې ډلې څو مشران مو هم ونیول."
ښاغلی بهاوي زیاتوي چې د نشهيي موادو د قاچاقي شبکو مشران هغه مهال ونیول شول چې د ځينو قضیو د څېړلو پر مهال د هغوی ادرسونه پيدا او بيا د ځانګړو تعقيبي عملياتو په نتيجه کې ونيول شول.
د ښاغلي بهاوي په خبره د هوايي ډګرونو له لارې د قاچاق کوونکو زیاتوالي ته په پام سره به د روان کال تر پایه پورې ۴۰۰ نور قاچاق کوونکي هم ونیول شي.
په نیول شویو ۸۰ کسانو کې پنځه تنهیې د پولیسو منسوبین دي چې په هوايي ډګرونو کې يې له قاچاق کوونکو سره مرسته کوله.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، هغه کسان چې د اقتصادي ستونزو له املهیې د نشهيي موادو قاچاق ته مخه کړې، له نشهيي موادو سره د مبارزې قانون او جزا کوډ له مخې د بند د مودې د کمولو په بدل کې له دوی سره همکاري کړې او په نتیجه کې دوی بریالي شوي چې د نشهيي موادو د قاچاقي شبکو مشران ونیسي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد وايي، د نشهيي موادو د قاچاقي شبکو اړیکې له افغانستانه نيولې بيا د جنوبي اسیا هېوادونو، اروپا او امریکا پورې غځېدلي دي.
ښاغلی مؤحد زیاتوي:
"دا شبکې پېژندل شوې دي. کله چې په کابل کې د دې شبکو د غړو قضيې د عدلي او قضايي مرکز له لوري وڅېړل شي، نو په نتيجه کې يې د دې شبکو پنځه تنه مشران هم مشخص او په کابل او ولایتونو کې ونیول شول، خو له بدهمرغه چې دا ستونزه اوس هم جدي ده. نشهيي مواد له افغانستانه هند او بيا د هند له لارې اندونیزیا او مالیزیا هېوادونو ته قاچاق کېږي او له هغه ځایه د سمندر له لارې نړیوالو مارکېټونو، اروپايي او عربي هېوادونو او ان امریکا ته انتقالېږي."
د هرات له هوايي ډګره هند ته د نشهيي موادو قاچاقو د ډېروالي له امله څه موده وړاندې له دې ولایت څخه ډېلي ته مستقیمې الوتنې ځنډېدلې وې، خو له دوو اوونیو راهيسې بېرته پیل شوي دي.
د افغانستان له نشهیي موادو سره د مبارزې اداره وايي، که څه هم دوی په هوايي ډګرونو کې د قاچاق کوونکو د پېژندلو پر مهال له تجربو او پرمختللو وسایلو څخه کار اخلي، خو له دې سره سره بیا هم قاچاق کوونکي د نشهيي موادو د قاچاق پر مهال له نویو لارو چارو څخه کار اخلي.
د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
راپور: مرسلین ارسلا