د چين ولسمشر شي جين پېنګ وويل، د شانګهاى د همکارۍ سازمان په وروستۍ غونډه کې د پاکستان د ولسمشر ممنون حسين او هندوستان د صدراعظم نرېندرا مودي حضور، خورا تاريخي اهميت درلود.
د دغه سازمان بله غونډه د ٢٠١٩ میلادي کال په جون مياشت کې په قرغزستان کې کېږي.
د چين د ولسمشر شي جين پېنګ لهخوا د هغو دوو هېوادونو د رهبرانو هرکلى وشو چې تېر ميلادي کال د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې دايمي غړي شول.
هندوستان او پاکستان په ٢٠١٧ میلادي کال کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان دايمي غړي شول.
چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان هم د دغه سازمان دايمي غړي دي.
خو افغانستان، بلاروس، ايران او منګوليا په دغه سازمان کې څارونکي غړي دي.
د چين ولسمشر په دغه سازمان کې د هندوستان او پاکستان غړيتوب ته په اشاره وويل، د غړو هېوادونو د شمېر زياتوالى، د دغه سازمان د لا قوت معنى لري.
شي جين پېنګ د يکشنبې په ورځ د شانګهاى د همکارۍ سازمان ۱۸مې غونډې ته په وينا کې د پاکستان د ولسمشر ممنون حسين او د هندوستان د صدراعظم نرېندرا مودي هرکلى وکړ.
پهدې سرمشريزه کې يې د دواړو رهبرانو حضور له تاريخي اهميت څخه ډک وباله.
د چين ولسمشر په خپله وينا کې وويل:
"د مشرانو د دې غونډې په لړ کې مو د هغو د پرمختګونو هرکلى وکړ چې د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې د هند او پاکستان له يوځاى کېدو سره د دغه سازمان په برخه شوى دى. څو سندونه لاسليک شول چې د تجارتي اسانتياوو لپاره د شانګهاى د همکارۍ سازمان د مشرتابه شورا د چینګدائو اعلاميه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ګډه اعلاميه هم پهکې شامله ده."
د چين ولسمشر شي جين پېنګ خپلو سيالانو ته وويل، د سيمې په ساتنه او امن کې ګډ مسؤليت لري.
هغه بې له دې چې د امريکا متحده ايالاتو نوم واخلي، د ځانغوښتنې او تنګ نظريو له سياستونو د ډډې کولو غوښتنه وکړه او زياتهيې کړه چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مقرراتو، د څو اړخيز تجارت د يوه سيستم او د نړيوال پرانيستي اقتصاد ملاتړ کوي.
د شانګهاى د همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ د چين په چینګدائو کې پيل شوه چې يکشنبه د برخهوالو مشرانو اصلي کاري ورځ وه.