ډنمارک او ناروې غواړي چې ۱۶ کلن او ۱۷ کلن افغان زلمیان چې پهدغو هېوادونو کې یې د پناه درخواستونه نهدي منل شوي، کابل ته ستانه کړي.
د ناروې د عدلې وزارت مرستیال تورکیل املند روېټرز اژانس ته وویل چې دوی پر دې موضوع د افغانستان له چارواکو سره ګټورې خبرې کړې دي.
خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د رسنیو د برخې سلاکار حفیظ احمد میاخل وویل:
"هغه افغانان چې عمرونهیې تر ۱۸ کلونو کم وي، د هغوي ایستل له هغه تفاهمه سرغړونه ده چې اروپایي ټولنې له افغان حکومت سره د ۲۰۱۶ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې لاسلیک کړ."
ډنمارک او ناروې غواړي چې بېرته ستنول شویو زلمیانو ته په کابل کې یو روزنیز مرکز جوړ کړي چې هلته خوندي وي او د زدهکړو زمینه ورته برابره وي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف ویلي دي چې تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان باید پهدې شرایطو کې افغانستان ته ستانه نهشي.