د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

ایران: ښځې اجازه لري چې اسپانیا سره د فوټبال لوبه نارینه‌وو سره ګډ وګوري


ایراني چارواکو ښځو ته اجازه ورکړه چې د ایران او اسپانیا د لوبډلو ترمنځ په لوبغالو کې له نارینه‎وو سره د ټلوېزیوني پردو له لارې لوبه یوځای وګوري.

څلور ورځې مخکې تر دې ایراني چارواکو د ایران او مراکش ترمنځ د لوبې تر پیل لږ مخکې د ښځو مخه ونیوله چې له نارینه‎وو سره یوځای لوبه وګوري.

پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» په زرګونه کسانو د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای د ایران او اسپانیا د فوټبال لوبه د تهران په ازادي لوبغالي کې د ټلوېزیونونو پر لویو پردو ولیده.

د تهران ولایتي شورا وویل، د ازادي او تختي سټډیومونو دروازې یې د ښځو پر مخ پرانیستې دي، څو د ایران او اسپاینا لوبه وویني.

د دې شورا په وینا په پارکونو او نورو عامو ځایونو کې هم د دې مسابقې لپاره هغه بندیز لیرې شوی دی چې پخوا پر ښځو لګېدلي وو.

په لوبغالو کې د لوبو د لیدو لپاره په ایران کې له کلونو راهیسې د ښځو د حقونو پلویانې هڅې کوي چې دا حق ترلاسه کړي.

د جون په ۱۶مه د ایران او مراکش ترمنځ د فوټبال لوبې د نندارې لپاره تمه وه چې ایرانۍ ښځې یې په پارکونو او سټډیومونو کې وګوري، خو ایراني چارواکو په وروستیو شېبو کې اجازه ورنه‎کړه.

له مراکش سره د لوبې په لومړۍ برخه کې د روسیې په سن پټرزبورګ کې چې هلته لوبه روانه وه دا شعارونه پورته شول چې پر ښځو باید هېڅ ډول بندیز ونه‎لګول شي.

په یوه بل شعار کې لیکل شوي وو چې د ایران په لوبغالو کې د ښځو له حضوره ملاتړ کوو.

دا شعارونه بیا د سټډیوم د مسؤلانو له لوري لیرې شول، خو د لوبې په دوهمه برخه کې بیا دا شعارونه پورته شول.

د ایران د ښځو د حقونو مدافعانو هیله ښکاره کړه چې د ایران او اسپانیا د لوبې پر مهال د بندیز له لیرې کېدو سره به دې ته لار هواره شي چې ایرانۍ ښځې نورې په لوبغالو کې مسابقې وګوري او مخه‌یې ونه‌نیول شي.

پر ایراني چارواکو د نارینه لوبغاړو دا نیوکې په زیاتېدو دي چې په لوبغالو کې د ښځو د حضور مخه نیسي.

اکثر ښځې چې له دې بندیزونو څخه‌یې سرغړونه کړې د پولیسو له لوري زنداني شوي چې په نړیواله کچه د بشري حقونو د ډلو له لوري دا چلند غندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG