د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

په مسکو کې سره میدان ته څېرمه يوې پېښې څو کسان ټپيان کړل


په داسې حال کې چې په روسيه کې د ٢٠١٨ میلادي کال د فوټبال نړيوال جام سيالۍ روانې دي، پرون شنبه په مسکو کې يوې پېښې څو کسان ټپيان کړل.

د روسيې پوليس وايي، دغه کسان هغه وخت ټپيان شول چې د ټکسي يو چلوونکى د مسکو په مرکزي برخه کې پر خپل موټر کنټرول بايلود او موټر يې د خلکو پر ډلې وربرابر شو.

پېښه پرون شنبه سره ميدان ته نېږدې وشوه چې د مسکو د سيلانيانو د جلب مرکز ګڼل کېږي.

په ټپيانو کې د مکسيکو د ټيم مينه وال هم شامل دي.

د روسيې دولتي اژانس تاس د يوې سرچينې په حواله راپور ورکړى چې تر پېښې وروسته ٧ کسان چې دوه مکسيکويان، دوه روسان او يو اوکراينى په کې شامل دي، روغتون ته لېږدول شوي، خو د مسکو صحي چارواکو د ټپيانو شمېر ٨ تنه ښوولى دى.

د روسيې پوليس وايي، د ټکسي چلوونکى چې ٢٨ کلن دى او د قرغزستان لايسنس ورسره و، نيول شوى او د دې پېښې په اړه تحقيقات ورڅخه روان دي.

د ټرافيکو چارواکو د چلوونکي په حواله خبر ورکړى چې ويلي يې دي، دا تصادفي پېښه وه.

په مسکو کې د قرغزستان سفارت د ازادي راډيو قرغزۍ څانګې ته ويلي چې دا موضوع تعقيبوي.

پرون شنبه دا پېښه په داسې حال کې وشوه، چې په روسيه کې د ٢٠١٨م کال د فوټبال نړيوال جام د سياليو درېيم پړاو روان و.

دغه مسابقې د پلازمېنې مسکو تر څنګ د روسيې په لسو ښارونو کې کېږي.

په لومړۍ مسابقه کې روسيې سعودي عربستان ته پنځه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.

د دغو مسابقو پايلوبه يا فاينل به د جولاى مياشتې پر پنځلسمه وشي.

په دغو ٦٤ مسابقو کې ٣٢ ټيمونه برخه لري چې جرمني هم پکې شامل دی، جرمني د ٢٠١٤ میلادي کال د سياليو اتلولي ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG