د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د جاپان، سنګال او روسیې د فوټبال لوبډلو خپل سیالان مات کړل


د فوټبال د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام د سیالیو په دوام پرون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» او تېره شپه درې لوبې ترسره شوې.

په لومړۍ لوبه کې جاپان کولمبیا ته د یو ګول په وړاندې په دوو ګولونو ماتې ورکړه.

د پولنډ او سنګال ترمنځ لوبه بیا د یو په وړاندې په دوو ګولونو د سنګال په ګټه تمامه شوه.

د دې لوبې کوربه هېواد روسیې هم له مصره د یو په وړاندې په درې ګولونو میدان وګاټه.

دا د روسیې دوهمه لوبه ده چې د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ په سږنیو لوبو کې یې ګټي.

روسیې تر دې مخکې د همدې جام په لومړۍ سیالۍ کې سعودي عربستان ته د صفر په وړاندې په پنځو ګولونو ماتې ورکړې وه.

د فوټبال د نړیوال جام د دې سیالیو په اوومه ورځ هم ټاکل شوې چې درې لوبې ترسره شي.

پرتګال او مراکش به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته سره میدان ته ووځي.

د کابل د ماښام په اوو بجو به سعودي عربستان او اروګوئه لوبه وکړي او د ماخوستن په لس نیمو بجو به د ایران او اسپانیا د فوټبال ټیمونه سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG