د افغان حکومت اجرائيه رئيس وايي چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د کوکنارو کښت تر پخوا ډېر شوی دی.
ډاکتر عبدالله عبدالله چې له نشهيي موادو سره د ګډې مبارزې، د نړیوالو مرستو راجلبولو او همغږۍ په نوم غونډه کې يې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان په شمال کې د کوکنارو کښت تر پخوا څو برابره ډېر شوی دی.
اجرائیه رئیس په داسې حال کې چې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو او بهرنیو ادارو ترمنځ د همغږۍ له نهموجودیته سر ټکوي، وايي چې د بدیل معیشت، د نشهيي موادو د غوښتنې راکمولو او کوکنارو د کښت اړولو په برخه کې ترسره شوي فعالیتونو د کوکنارو د کښت په کمولو کې د پام وړ نتیجه نهده ورکړې.
ډاکتر عبدالله عبدالله نشهيي مواد د افغانستان د روانې جګړې مالي سرچینه بولي او وايي:
"که شمېرې له تېرو کلونو سره مقایسه کړو، لکه څنګه چې په شمال کې نا امني ډېره شوې، دغه ډول ډېره برخه کوکنار هم په هغو سیمو کې کرل شوي چې د ترورېستانو او طالبانو په واک کې دي، دا سند هم زموږ سره شته چې ښيي د افغانستان د جګړې پيسې په ۱۰۰ کې له ۴۰ څخه بیا تر ۶۰ پورې د نشهيي موادو له قاچاقه ترلاسه کېږي، باید زموږ هڅې له نشهيي موادو سره پر مبارزه راوڅرخي."
د افغان حکومت اجرائیه رئیس له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو د نههمکارۍ له امله انتقاد کوي او وايي چې افغانستان د موجوده امکاناتو په درلودلو سره د نشهيي موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپل مسؤلیت اداء کړی، خو ګاونډي هېوادونه باید افغانستان ته د کيمیاوي موادو د قاچاق او نړیوالو بازارونو ته د نشهيي موادو د قاچاق د مخنيوي په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي د نشهيي موادو پر کارخانو د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ هوايي بریدونه ګټور بولي او پر دوامیې ټینګار کوي.
د تېر میلادي کال په وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو هوايي عملیاتو له پیل څخه بيا تر اوسه پورې په هلمند، فراه او بلخ ولایتونو کې د نشهيي موادو د تولید ۷۵ کارخانې ویجاړې شوي او له دې لارې قاچاق کوونکو او وسلهوالو مخالفینو ته سلګونه میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.
د ولسي جرګې غړی محمد عبدُه د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د کوکنارو کښت د ډېروالي عوامل ناامني او له هغو بزګرانو سره د حکومت لهخوا جدي چلند نهکول يادوي چې په خپلو ځمکو کې کوکنار کري.
دی وایي:
"په هغو سیمو کې چې طالبان موجود دي، هلته کوکنار کرل کېږي، دوی بزګران هڅوي چې کوکنار وکري، د کشفي ځواکونو او په مجموع کې له هغو افغان بزګرانو سره چې کوکنار کري، د امنیتي ځواکونو د جدي برخورد نشتوالی د کوکنارو د کښت یو بل علت دی، د معیشت بدیل پروګرام هغه مهال ګټور دی چې حکومت له سرغړوونکو او بزګرو سره جدي چلند وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو له جرمونو او نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هغه بزګران چې تازه په خپلو ځمکو کې کوکنار کري، د تېرو کلونو په پرتله په ۱۰۰ کې ۱۱ زیاتوالی ښيي.
راپور: مرسلین ارسلا