د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۳

د نشه‌يي موادو خرڅوونکو د خپل تجارت د ښه‌والي لپاره نوې لار موندلې


د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي د نورو مشتریانو پیدا کولو لپاره معتادین له کابل څخه بامیان ته بیایي.

بامیان ولایت ته د معتادینو له انتقال سره سم د نشه‌يي موادو سوداګرۍ وده موندلې ده.

په بامیانو کې د هوا له ګرمېدلو سره سم د معتادینو ډېروالی د دې ولایت چارواکي اندېښمن کړې دي.

په دې وروستیو کې د نشه‌يي موادو خرڅوونکو د خپل کاروبار د ودې لپاره له نورو ولایتونو څخه بامیان ته ګڼ شمېر معتادين وړي دي.

په دې اړه د بامیانو ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئیس ښاغلی حسین نظري نیکپای ازادي راډیو ته وویل:

"په بامیان کې د نشه‌يي موادو اعتياد په چټکۍ سره ډېرېږي، ان دا چې ښځې او ماشومان هم معتاد شوي، په دې وروستیو کې د نشه‌يي موادو خرڅوونکو د خپل تجارت د ښه‌والي لپاره یوه نوې لاره موندلې او هغه دا چې بامیانو ته له کابل او نورو ولایتونو څخه د مشتریانو او معتادینو انتقال دی، دوی اوس یو نوی بازار پرانیستی چې هغه د معتادینو خرڅول او رانيول دي."

له معتادینو سره د انتقال پر مهال قاچاق کوونکو ژمنه کړې وه چې په بامیان کې نشه‌يي مواد ارزانه او اسانه پيدا کېږي او کیفیت‌یې هم ښه دی، د دې لپاره چې هغوی دې کار ته وهڅوي له کابل او نورو ولایتونو څخه‌يې بامیان ته په وړيا ډول انتقال کړل.

سجاد یو له هغو سلګونه معتادینو څخه دی چې له کابل څخه بامیانو ته وړل شوی.

دی وايي:

"موږ ته‌یې وویل چې بامیان ته مو وړو، ځکه هلته ګرمي ده او تریاک تر کابل ارزانه دي، موږ ته‌یې د نفر پر سر یوه جوړه کالي راکړل، حمام ته‌يې بوتلو او بیا مو بامیان ته حرکت وکړ، په دې سفر کې موږ نږدې ۳۰ کسان وو، اوس چې ګورو په بامیان کې معتادین ډېر شوي، خو نشه‌يي مواد نه‌پیدا کېږي."

د بامیان د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په دې ولایت کې کوکنار او بنګ نه‌کرل کېږي، خو څرنګه چې دا ولایت د نشه‌يي موادو د ټرانزیت پر لاره پروت دی، نو دلته نشه‌يي مواد هم اسانه پيدا کېږي.

ښاغلی نیکپای وايي:

"بامیان له هغو ولایتونو سره ګډه پوله لري چې نشه‌يي مواد تولیدوي، له بده مرغه بامیان له جنوب څخه شمال او له شمال څخه جنوب ته د نشه‌يي موادو د ټرانزیت په لاره بدل شوی، ځکه نشه‌يي مواد ډېر په اسانۍ په‌کې پیدا کېږي، ویل کېږي چې دلته تر کابل نشه‌يي مواد ارزانه دي، نشه‌يي مواد د میدان وردګ، پروان، دایکنډي، غور او کابل څخه راځي، په ځانګړې توګه د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ څخه وَرَس ولسوالۍ ته د نشه‌یي موادو ټرانزیت ډېر شوی، له همدې امله په دې ولسوالۍ کې معتادين ډېر دي."

دا په داسې حال کې ده چې ۷ کاله مخکې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست د شمېرو له مخې، بامیانو نږدې ۵۰ زره کسان معتادین درلودل، خو په روان کال کې دا شمېر دوه برابره ډېر شوی او د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي یې اندېښمن کړي دي.

دغه ډول په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې یوازې دوه ۲۰ بستریز مرکزونه شته چې د یو فیصد معتادینو د درملنې لپاره هم کفايت نه‌کوي.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

راپور: عباس نادري

XS
SM
MD
LG