د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

د نیمروز مرستیال والي: د دې ولایت یو شمېر چارواکي په انساني قاچاق کې لاس لري


د نیمروز مرستیال والي وايي، د دې ولایت یو شمېر دولتي چارواکي په انساني قاچاق کې لاس لري.

سردار محمد همدرد وايي​، د دې ولایت له لارې هره ورځ له زرو تر درېیو زرو افغانان ایران ته په قاچاقي ډول اوړي او دغه تلونکي افغانان یو شمېر يې په یاد هېواد کې پاتې کېږي او نور يې اروپايي هېوادونو ته ځي.

ښاغلي همدرد چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷کال د غبرګولي ۱۰» له ازادي راډيو سره خبرې کولې همداراز وویل چې د دې ولایت یو شمېر چارواکي ایران ته د دغه افغانانو په انتقال کې له قاچاقبرانو سره مرسته کوي.

د ایران له لوري بېرته افغانستان ته استول شوي پناه غوښتونکي
د ایران له لوري بېرته افغانستان ته استول شوي پناه غوښتونکي

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ یو شمېر دولتي چارواکي هم په دې کې لاس لري او موږ هڅې پیل کړي چې مخنیوی يې وکړو، خو ولې په افغانستان کې د انسان قاچاق یوه لویه ستونزه ده، زموږ هڅې جریان لري چې هر دولتي مسؤل چې له قاچاقبر سره شریک وي مخه‌يې ونیسو."

د ښاغلي همدرد په خبره ایران ته زیاتره دغه تلونکي افغانان، ځوانان او د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي چې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله هېواد پرېږدي.

ښاغلی همدرد وايي، دغه افغانان زیاتره‌يې د سفر پر مهال له سختو ستونزو تېرېږي.

ازادي راډيو په دې اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر سید عالمي بلخي سره اړیکه ونیوله، خو نوموړي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

یوه ورځ وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس "د افغانستان د انساني قاچاق په وړاندې د مبارزې شبکې" د معرفي کېدو په غونډه کې دا هېواد د انساني قاچاق د ټرانزیت سرچینه یاده کړه او ویې‌ویل په کوم هېواد کې چې قانون نه‌پلی کېږي اوسېدونکي يې د دغې پدیدې قربانیان وي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په دغې غونډه کې کمزوری اقتصاد او جنګ جګړې هغه لاملونه یاد کړل چې وینا يې په افغانستان کې يې انساني قاچاق ته زمینه برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دېخوا له کله چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی په افغانستان کې کډوالي ډېره شوې ده.

ناامني او اقتصادی ستونزې د دغې کډوالۍ اصلي لاملونه بلل کېږي.

وروسته له هغې چې اروپايي هېوادونو ته له افغانستان، سوریې او عراق نه د کډوالو ورتګ زیات شو، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اروپا پر خپلو پولو محدودیتونه ولګول.

خو د نیمروز د مرستیال والي په خبره اوس هم هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد پرېږدي او بهر ته ځي.

په افغانستان کې یو شمېر مدني فعالان وايي، تر کومه چې حکومت پر ځان د خلکو بایللی باور یو ځل بیا ترلاسه نه‌کړي او د روانو نا امنیو مخه ونه‌نیسي، له افغانستانه د انسانانو د قاچاق مخنیوی ناممکن دی.

عزیز رفیعي
عزیز رفیعي

د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع رئیس عزیز رفیعي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دغه وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، له بده مرغه ناامنۍ او بې‌کارۍ خلک ډېر نا هیلي کړي، همدا شان په راتلونکي کې ناامنۍ ته هم خلک په اندېښنه کې دي، هغوی چې بهر ته د تګ توانايي لري هڅه کوي، څومره ژر چې کېدای شي له هېواده ووځي."

د ښاغلي رفیعي په وینا داسې اندېښني هم شته چې ګنې په بهرنیو هېوادونو کې له افغانانو پوځي او سیاسي ګټه هم پورته کېږي.

د نوموړي په وینا دا اندېښنې تر اوسه هم پر ځای دي چې شاید له افغان کډوالو نه د سوریې په جګړو کې د ښکېلو خواوو له‌خوا ناوړه استفاده کېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG