پاکستاني چارواکي وايي چې یو پرمختللی بالستیک کروز توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی دی.
د پاکستان پوځ وايي، د بابر په نوم داسې کروز بالستیک توغندی یې ازمویلی چې د ځمکې پرمخ او سمندر کې هدفونه په نښه کولای شي.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، ویلي دي چې دا توغندی د اوه سوه کیلومتره په شعاع کې خپل هدف په خورا دقت سره ویشتلای شي.
د پاکستان پوځ وايي، د «Babur Weapon System-1» بابر د وسلو د لومړي سیسټم په نوم دا توغندی کولای شي چې په ټیټه ارتفاع کې والوځي او په غرونو کې ځای پرځای کېدای او پټېدای شي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دا سیسټم د سروکو بېلابېل ډولونه وړلای شي او ځیني نور پټ خصوصیات هم لري.
خبرپاڼه د بابر په تخنیکي خصوصیاتو کې دا وړتیا هم یادوي چې حتی د GPS نویګېشن یا دیجیټل نقشې له کارولو پرته، هم هدف په دقت سره په نښه کولای شي.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې دا نوی توغندی د پاکستان د ستراتیژیک ځواک مهم ضریب دی او قوت یې څوځلې پیاوړی کوي.
د پاکستان پوځ پروسږکال هم د خپل لومړي کروز توغندي چې له اوبتل څخه توغول کېږي، د ازمویلو اعلان وکړ او ویې ویل، دا توغندی اټمي سروکي وړلای شي او دې هېواد ته په دوهم ګام کې د برید ډېره اوچته وړتیا ورکوي.
د اټمي وسلې لرونکی پاکستان وايي چې بابر کروز ۳ توغندی یې د ۴۵۰ کیلومترو په شعاع کې هدف ولي او د داسې الوتو وړتیا لري چې رادار او د هوايي مدافعې سیسټمونه یې نشي کشفولای.
پاکستان او اټمي سیال یې هند د ۱۹۹۸ کال په مې میاشت کې له اټمي ازموینو وروسته تردې دمه ګڼ شمېر توغندي جوړ کړي او ازمویلي دي.