د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۹

ټیلرسن: د اسد د کورنۍ واکمني په ختمېدو ده


د سوریې ولسمشر بشار اسد
د سوریې ولسمشر بشار اسد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل، د اسد د کورنۍ واکمني په ختمېدو ده.

ښاغلي ټیلرسن پرون په ژنیو کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا سره له کتنې وروسته وویل، متحدایالات داسې متحده سوریه غواړي چې په حکومت کې به یې د بشار اسد لپاره ځای نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کوي چې د سوریې د راتلونکي په اړه ناڅاپي ډیپلوماټیکې هڅې پیل شوي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د جګړې په ډګر کې یولړ بریاوې تر سترګو کېږي.

ښاغلي ډې میسټورا وویل، له دې سره د سوریې لپاره د حقیقت شېبه رارسېدلې ده.

ریکس ټیلرسن او سټیفن ډي میسټورا.
ریکس ټیلرسن او سټیفن ډي میسټورا.

ډې میسټورا له ټیلرسن سره تر کتنې وروسته په سوریه کې د سولې د ټینګولو پر لارو چارو د بحث لپاره د نومبر په ۲۸ مه نیېټه په ژنیو کې د خبرو د بل پړاو پلان اعلان کړ.

دا د تېر کال له پیله د سوریې د سولې د خبرو اتمه غونډه ده خو تېرو خبرو ډېره لږه بریا ځکه درلوده چې اکثراً به د اسد د راتلونکي په اړه اختلاف رابرسیره کېده.

د سوریې د سولې په اړه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جلا خبرې هم روانې دي چې روسیه، ایران او ترکیه یې ملاتړ کوي.

په استانه کې د سوریې د سولې په اړه غونډه.
په استانه کې د سوریې د سولې په اړه غونډه.

په دې خبرو کې چې اووم پړاو یې د اکتوبر په ۳۰مه او ۳۱مه په پام کې دی د اوربند او همداراز د جګړې پر نورو اړوندو مسایلو خبرې کېږي.

ښاغلي ټیلرسن وویل چې له واکه د اسد لېرې کېدل باید د ژنیو د پروسې له لارې تنظیم شي خو ده زیاته کړه چې دا کار د دې بهیر د دوام حتمي شرط نه دی.

د سوریې په شپږ کلنه جګړه کې تراوسه له درې لکه دېرش زره زیات انسانان وژل شوي، له شپږ میلیون زیات وګړي له هېواده وتلو ته اړ شوي او نېږدې پنځه میلیونه نور په کور کې دننه بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG