د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۸

د سوریې په ختیځ کې ډموکراټیکو ځواکونو د تېلو د زیرمو یوه سیمه نیولې


د سوریې د حکومت یوې وسله والې مخالفې ډلې چې مشري یې کردان کوي، د سوریې په ختیځ ولایت دیرالزور کې د تېلو د پراخو زېرمو پر یوه ساحه ولکه ټینګه کړې ده.

دغې ډلې چې امریکا یې ملاتړ کوي، ویلي دي چې نن یکشنبه یې په دیرالزور ښار کې د تېلو د زېرمو لرونکې یوه مهمه سیمه نیولې ده.

د راپورونو له مخې، د کرد ملېشو په مشرۍ د سوریې ډموکراټیکو ځواکونو ویلي چې د تېلو د زېرمو لرونکې العمر سیمه یې نیولې ده.

د فرات ردو په ختیځه غاړه کې پرته العمر سیمه په سوریه کې د تېلو د تولید له ډېرو پراخو ساحو څخه ګڼل کېږي.

د سوریې ډموکراټیک ځواکونه «SDF» د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د پوځي الوتکو او د ځانګړو ځواکونو په مرسته، له عراق سره په ګډ سرحد کې د تېلو د پراخو زېرمو لرونکي ولایت دیرالزور کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد جنګېږي.

دې ډلې له دې مخکې هم داعش ډله د دیرالزور د طبیعي ګازو له ساحو او د تېلو د کوچنیو زېرمو له سیمو څخه ایستلې وه

«SDF» ویلي دي چې دولتي ځواکونه د دې زېرمو له ساحې څخه په درې کیلومتره لېرې واټن کې موقعیت لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي یې دي چې د حکومت پلوي ځواکونه وروسته له هغه له دې سیمو په شا شول چې د داعش ډلې له درنو حملو سره مخ شول.

فرات سیند د دیرالزور په منځ کې تېږېږي او دا ولایت په دوو برخو ویشي او «SDF» ډلې چې له کرد او عرب ملېشو جوړ ګډ ځواک دی، د دې سیند د ختیځې خوا په سیمو کې فعالیت کوي.

د فرات سیند په لوېدیځه خوا کې بیا د سوریې پوځ د روسیې د هوايي ځواکونو او د ایران پلوو ملېشو په مرسته د داعش ډلې پرضد خپله جګړه پرمخ بیایي.

د دې دوو قواوو ترمنځ د احتمالي نښتو د مخنیوي لپاره د امریکا په مشرۍ ائتلاف او د روسیې پوځ اکثره د کړکېچ د کمولو په نوم غونډې کوي، خو له دې هڅو سره سره د دوی د عملیاتو پرمهال کله ناکله لانجې پېښېږي.

د العمر د تېلو د تولید ساحه د شمالي ښار المیادین په لس کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.

المیادین د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د سوریې دولتي ځواکونو ونیوه.

په همدې حال کې روسیې نن یکشنبه د امریکا په مشرۍ پر نړیوال ائتلاف تور ولګاوه چې د درنو بمباریو په ترڅ کې یې د سوریې شمالي ښار رقه ویجاړ کړی دی.

رقه چې داعش ډلې د خپل خلافت مرکز باله، تېره اوونۍ د کرد ځواکونو په مشرۍ ائتلاف ونیوه.

XS
SM
MD
LG