عراقي ځواکونه د عراق د هغې وروستۍ برخې د نیولو لپاره عملیات پیلوي چې لا هم د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې په واک کې ده.
هغه پاڼې چې د عراق هوايي ځواکونو د دې هېواد په لوېدیځو سرحدي سیمو القایم او راوا کې له هوا څخه غورځولي په کې لیکل شوي دي «ستاسو امنیتي ځواکونه ستاسو د ازادي لپاره راروان دي.»
رویټرز خبري اژانس وايي، د داعش وسله واله ډله د پولې په بله خوا سوریه کې هم پر ځینو برخو واک لري، خو د دوی د کنټرول ساحه په راتنګېدو ده ځکه دغلته له دوو خواوو څخه د رقیبو ځواکونو له پرلپسې عملیاتو په شا کېږي.
په دې کې یو د امریکا ملاتړ لرونکی د کردانو په مشرۍ ایتلاف دی او بله خوا هم د سوریې حکومتي ځواکونه دي چې بهرنۍ شیعه ملېشې، ایران او روسیه یې ملاتړ کوي.
رویټرز خبري اژانس وايي، د اسلامي دولت وسله والې ډلې له خوا اعلان شوی خلافت په اصل کې وروسته له هغې نړېدلی چې په تېرې جولای میاشت کې د امریکا ملاتړ لرونکو عراقي ځواکونو له دې ډلې څخه موصل ښار چې په عراق کې د داعش پایتخت بلل کېده ونیوه.
د موصل د بېرته نیولو لپاره جګړې نهه میاشتې دوام وکړ.
همدارنګه په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش پوخ مرکز رقه تېره اوونۍ د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو له خوا ونیول شو.
په سوریه کې کردي ملېشې د دې ځواکونو مشري کوي او د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ هم ورسره دی.
د اسلامي دولت د وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي چې په د ۲۰۱۴ مېلادي کال په نیمايي کې په موصل کې اسلامي خلافت اعلان کړی و، د سیپټمبر په ۲۸ مه نېټه یو غږیز پیغام خپور کړی.
دې پیغام ظاهراً هغه راپورونه رد کړل چې د نوموړي د وژل کېدو په اړه خپاره شوي وو.
نوموړي په دې غږیز پیغام کې پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې د وروستیو شا تګونو سربېره دې جګړې ته دوام ورکړي.
په هغو خبرپاڼو کې چې عراقي ځواکونو تازه د سوریې پولې ته نېږدې پر عراقي سیمو غورځولي ویل شوي، «خدای ج له موږ سره دی او دا به داعش پر ضد وروستی یرغل وي.»
په القایم سیمه کې د عراق د هوايي ځواکونو له خوا له الوتکو څخه په غورځول شویو پاڼو کې همدرانګه د دې ځای له خلکو غوښتل شوي دي «ستاسو هغو ماشومانو او خپلوانو ته چې د دولت پر ضد یې وسلې اخیستي ووایئ، چې سمدستې دا وسلې وغورځوي او کله چې القایم ته د ازادي ځواکونه ننوزي نو هر هغه کور ته چې پر سر یې سپین بیرغ پورته شوی وي ورشئ. »