د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۸

ټېلرسن: عراق کې داعش ماته وخوړه، ایراني ملېشه او سلاکاران دې ووځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي، وخت‌یې رارسېدلی چې د ایران له ملاتړ برخه‌مند ملېشه او د هغوی ایراني سلاکاران چې په عراق کې د داعش په ماته کې یې رول ولوباوه خپلو کورونو ته ستانه شي.

ښاغلي ټېلرسن پرون دا څرګندونې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

نوموړي وویل:

"یقیناً چې په عراق کې شته بهرني جنګیالي باید خپلو کورونو ته ستانه شي او پرېږدي چې عراقیان او د خپل هېواد کنټرول په لاس کې ولري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

هغه وویل، په دې کار سره به په پوره ډاډ په عراق کې د ایران له بې‌کاره نفوذه مخنیوی وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ټېلرسن د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د همغږۍ د یوې کمېټې تر پرانیست غونډې وروسته وکړې.

د ایران له سپاه پاسداران ډلې سره ټولې سوداګریزې اړیکې بندې کړئ.

سعودي عربستان او عراق چې له ۱۹۹۰ میلادي کاله د کوېټ تر اشغال وروسته سړې اړیکې درلودې د خپل‎منځي اړیکو د ښه‌والي او د مخالفتونو د لیرې کولو لپاره هڅې کړې دي.

ښاغلي ټېلرسن له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د ایران له سپاه پاسداران ډلې سره چې په سیمه کې بې‌ثباتي او ورانۍ ته لمن وهي تجارتي اړیکې ختمې کړي.

سپاه پاسداران ډله د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په تور لېست کې شامله شوه.

له خلیج هېوادونو د رکس ټېلرسن لیدنه د ایران د منزوي کولو او په منځني ختیځ کې د تهران د نفوذ د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هڅو یوه برخه ده.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG