د پاکستان کرکټ ټیم انګلستان کرکټ ټیم ته په ۸ ویکټو ماتې ورکولو د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د اتلانو جام یا چیمپینز ټرافۍ پاېلوبې ته ووت.
د پاکستان کرکټ ټیم تردې مخکې ۳ ځله دغه سیالیو کې لوبه کړې خو پاېلوبې ته نه و رسېدلی.
د پاکستان او انګلستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د اتلانو د جام دغه لومړۍ نیمه پاېلوبه د چهارشنبې په ورځ د انګلستان په ګارډیف کې وشوه چې د پاکستان کرکټ ټیم کپتان د پچې تر ګټلو وروسته لومړی انګلستان ته د لوبې بلنه ورکړه.
د انګلستان کرکټ ټیم د اتلانو جام په روانو سیالیو کې تردې دمه ۴ لوبې کړې وې چې۳ یې ګټلې وې او په نیمه پاېلوبه کې یې د پاکستان د بالرانو د ښې توپ اچوونې مقابله ونه کړای شوه او د خپلو تېرو لوبو په پرتله یې ډېرې کمې منډې جوړې کړې.
که څه انګلستان ټیم لوبې پیلوونکیو لوبه په ښه توګه پیل کړه، خو منځنیو اورونو کې یې په پرلهپسې توګه ویکټې له لاسه ورکړې چې په نتیجه کې یې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۱۱ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۲۱۲ منډو هدف ورکړ.
د انګلستان لهخوا جوي روټ تر ټولو ډېرې ۴۶ منډې جوړې کړې. سربېره پردې بېرسټو ۴۳ او کپتان مورګن د ۵۳ توپونو په لوبولو یوازې ۳۳ منډې جوړې کړې.
د انګلستان د لوبې په ځواب کې د پاکستان د کرکټ ټیم پیلوونکیو لوبغاړو ښه لوبه پیل کړه او اظهرعلي او فخر زمان د لومړۍ ویکټې په شراکت کې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او یاد ټیم دغو دواړو لوبغاړو د لوبې پر مټ د انګلستان لهخوا ټاکلی هدف په ۳۸م اور کې پوره کړ.
د پاکستان لومړی سوځېدونکی لوبغاړی فخر زمان و چې په ۵۸ توپونو وهلو د۵۷ منډو تر جوړولو وروسته د د انګلستان د لېږ سپېنر عادل رشید په توپ سټمپ اوټ شو.
د پاکستان د ټیم لهخوا تر ټولو اظهرعلي د یو شپږیزې او ۵ څلوریزو پر مټ ۷۶ منډې جوړې کړې او د انګلستان د توپ اچوونکي بال په توپ اوټ شو.
پاکستان د روان ۲۰۱۷م کال د "ICC" د اتلانو د جام د سیالیو لومړی ټیم دی چې د دغه سیالیو پاېلوبې ته وځي.
ټاکل شوې چې د پنجشنبې پر ورځ به په برمنګهم کې د هند او بنګلهدېش ټیمونه مخامخ شي او بریالی ټیم به د یکشنبې په ورځ اوول کې د پایلوبې لپاره له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ووځي.
دا لومړی ځل دی چې د بنګلهدېش کرکټ ټیم د دغو سیالیو نیمه پایلوبه کې ګډون کوي او که د هند پر وړاندې بریالی شي نو لومړی ځل به وي چې پایلوبې ته به لار مومي.
راپور: ذبیح مومند