د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

د "کرکټ اتلانو جام" کې هند پاکستان ته ستره ماتې ورکړه


په انګلستان کې د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو جام "چمپینز ټرافي" سیالۍ روانې دي او د دغو سیالیو په څلورمه لوبه کې د هندوستان کرکټ ټیم د پاکستان کرکټ ټیم ته په یوې یو طرفه لوبه کې په ۱۲۴ منډو اسانه ماتې ورکړه.

دغه لوبه د یکشنبې په ورځ د انګلستان ایجبسټن لوبغالي کې وشوه چې د هندوستان د کرکټ ټیم د پاکستان کرکټ ټیم ته په ټاکلو ۴۸ اورونو کې د ۳۲۴ منډو هدف ورکړ، خو د پاکستان ټیم ټول لوبغاړي په ۳۴ اوورونو کې یوازې د ۱۶۴ منډو په جوړولو وسوځېدل.

دغه لوبه د باران له امله درې ځله وځنډېده چې له امله‌یې دواړو ټیمونو ته ټاکلي ۵۰ اورونه د کرکټ د نړیوالې شورا د ټاکلو اصولو له مخې راکم شول.

که څه هم د لوبې د پیل پر مهال پچه د پاکستان ټیم ګټلې وه، خو د یاد ټیم کپټان سرفراز احمد لومړی هند ته د لوبې بلنه ورکړه چې دغه ټیم په ټاکلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۹ منډې جوړې کړې.

هندي لوبغاړو له پیله ښه او تېزه لوبه وکړه.

د لوبې پر پیلوونکو "اوپنرانو" روهېت شرما او شیکر دهون سربېره کپټان ویرات کوهلي او یوراج سنګ ښه لوبه وکړه او مخالف ټیم ته‌یې غټ هدف وټاکه.

په هندي لوبغاړو کې روهېت شرما ۹۱، شیکر دهون ۶۸، یوراج سنګ ۵۲ او کپټان ویرات کوهلي ۸۱ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

د پاکستان ټیم توپ اچوونکو کې یوازې شاداب خان او حسن علي ۱ـ۱ هندی لوبغاړی وسوځاوه.

بل‌خوا بیا د هندي ټیم په ځواب کې د پاکستان ټیم لوبه له پیله ترینګلې پیل شوه، د یاد ټیم لوبغاړو د هندي توپ اچوونکو ښه مقابله ونه‌کړای شوه او پرله‌پسې وېکټې یې له لاسه ورکړې.

د پاکستان له‌خوا یوازې اظهر علي د هندي توپ اچوونکو مقاومت وکړ او د ۶۵ توپونو په لوبولو یې د ۶ څلوریزو پر مټ ۵۰ منډې جوړې کړې.

تر اظهر علي وروسته محمد حفیظ ښه لوبه وکړه او ۳۳ منډې یې جوړې کړې.

په هندي توب اچوونکو کې یو. ټي. یادیو ۳، پانډیا او جډیجا ۲ـ ۲ او بونیشور کومار ۱ پاکستان لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان او هند کرکټ ټیمونه د کرکټ د نړۍ روایتي حریفان بلل کېږي چې لوبه‌یې په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر لیدونکي لري او هر کال‌یې د لوبې پر مهال ټکټونه له وخت مخکې پلورل کېږي.

د یادونې وړ ده چې دا په اتلانو جام سیالۍ کې د هند او پاکستان لومړۍ لوبه وه چې په نتیجه کې یې هند پاکستان ته په ماتې ورکولو ۲ پاینټه ترلاسه کړل.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG