د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

انګلستان د اتلانو جام سیالۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه


د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د چیمپینز ټرافۍ یا اتلانو د جام په لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو جام سیالۍ د پنجشنبې په ورځ د انګلستان په اوول لوبغالي کې پیل شوې، چې د روانې میاشتې تر ۱۸‌مې به دوام وکړي.

ددغه جام په لومړۍ سیالۍ کې د انګلستان د کرکټ لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته په اسانۍ په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او ۲ نمرې یا پواینټه یې ترلاسه کړل.

د بنګله دېش لوبډلې په دغه لوبه کې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۵ منډې جوړې کړې او انګلستان لوبډلې ته یې د ۳۰۶ منډو هدف ورکړ.

د بنګله دېش لوبډلې له خوا تمیم اقبال ښه لوبه وکړه.

نومړي د انګلستان پرخلاف په دغه لوبه کې سلیزه ووهله او ۱۲۸ انفرادي منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې دویم ښه لوبېدونکی لوبغاړی مشفیقر رحیم و چې د ۷۲ توپونو په لوبولو یې ۷۹ منډې جوړې کړې.

د انګلستان له خوا پلینکیټ تر ټولو ښه توپ اچوونه وکړه او د ۵۹ منډو په ورکولو یې د بنګله دېش ۴ لوبغاړي وسوځول.

که څه هم دبنګله دېش لوبډلې په ځواب کې د انګلستان لوبډلې د لوبې پیل خراب و او لومړی لوبغاړی یې ژر وسوځېد، خو بیا وروسته الیکس هیلز، جوی روټ او کپتان مورګن ښه لوبه وکړه او خپل ټیم یې له ماتې وژغوره.

د انګلستان لوبډلې ددغو یادو لوبغاړو د ښه لوبې پر مټ وکولای شول چې د بنګله دېش له خوا ورکړل شوی د ۳۰۶ منډو هدف په ۴۸ اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.

د انګلستان له خوا جوی روټ تر ټولو ښه لوبه وکړه.

نوموړي ۱۳۳ منډې جوړې کړې، الکس هیلز ۹۵ او کپتان مورګن د ۷۵ منډو په جوړولو ناټ اوټ پاتې شو.

د اتلانو جام په دغه سیالۍ کې د کرکټ د نړۍ ۸ لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي او د هر یو ګروپ د سر لوبډلې به ددغه جام نیمه پاېلوبو ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې ددغه سیالۍ تر ټولو په زړه پورې لوبه د راروانې یکشنبې په ورځ د پاکستان او هندوستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ کېدونکې ده چې د کړکټ لکونه مینه وال یې لیدلو ته انتظار دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG