د انګلستان د کرکټ ټیم د «اتلانو جام» سیالیو په یوې مهمې لوبه کې د نیوزيلنډ کرکټ ټیم ته تر ماتې ورکولو وروسته د دغه جام نیمه پایلوبې ته ورسېد.
انګلستان لومړی ټیم دی چې په خپل ګروپ کې یې د ۴ پاینټونو په ترلاسه کولو د دغه جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د انګلستان او نیوزیلنډ تر منځ دغه لوبه د سې شنبې په ورځ د انګلستان دکارډیف ښار په صوفیه ګارډن لوبغالي کې وشوه چې د انګلستان کرکټ ټیم پهکې لومړی توپ وهنه وکړه او نیوزیلنډ تهیې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو د ۳۱۱ هدف ورکړ.
د انګلستان ټیم لوبغاړو د لوبې له پیله ښه لوبه وکړه او د یاد ټیم درېیو لوبغاړو الیکس هیلز، جوی روټ او بټلر نیمه سلیزې ۵۰ ووهلې چې په نتیجه کې یې مخالف ټیم ته په ښه هدف ورکولو کامیاب شو.
د نیوزیلنډ له لوري د دغه ټیم توپ اچوونکو له ډلې ا. اېف میلنې او کورې انډرسن د انګلستان ۳ـ۳، ټم سوتي ۲ او بولډو سېنټر د ۱ـ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
نیوزيلنډ د انګلستان لهخوا د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې ترینګلې لوبه پیل کړه او په لومړي اوور کې یې لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه چې له املهیې پر یاد ټیم فشار راغی.
د لومړۍ وېکټې تر لوبېدو وروسته د نیوزیلنډ کرکټ ټیم لوبغاړو د انګلستان له فشاره ونهوتل.
که څه هم د نیوزیلنډ کېم وېلسن هڅه وکړه چې خپل ټیم له ماتې وژغوري، خو په خپله هڅه کې ناکام شو.
د نیوزیلنډ لهخوا کېم وېلسن یوازنی لوبغاړی و چې د ۹۸ توپونو په لوبولو یې د ۸ څلوریزو پر مټ ۸۷ منډې جوړې کړې.
د انګلنډ کرکټ ټیم په توپ اچوونکو کې پلانکېډ تر ټولو ښه توپ اچوونه وکړه او په خپلو ۱۰ اورونو کې یې د ۵۵ منډو په ورکولو د نیوزیلنډ ۴ لوبغاړي وسوځول.
پر پلانکېډ سربېره د انګلنډ جي. ټي. بالډ او عبدالرشید ۲ـ۲ او بېڼ سټوک او ووډ د انګلنډ ۱ـ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
ټاکل شوې ده چې د اتلانو جام د روانو سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه د «B» ګروپ دوه ټیمونه «جنوبي افریقا او پاکستان ټیمونه» سره مخامخ شي.
د یادونې وړ ده چې جنوبي افریقا په خپل ګروپ کې د ۲ امتیازونو په ترلاسه کولو په لومړي مقام کې ده او که چېرې ننیې پاکستان ته ماتې ورکړه نو د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته به ورسېږي.
د پاکستان کرکټ ټیم لا تر دې دمه په دغو سیالیو کې کومه درجه نهده ترلاسه کړې.
دغه ټیم تر اوسه یوازې یوه لوبه د هندوستان له کرکټ ټیم سره کړې وه چې په ستر توپیر یې بایللې وه.
راپور: ذبیح مومند