اروپایي هېوادونو تېرکال تر اوه سوه زره ډېرو کډوالو ته پناه ورکړې ده. د اروپایې اتحادیي د احصایې ادارې پرون وویل چې د دغو کډوالو تر نیمایې ډېر یې د سوریې وګړي وه.
دا اداره "یوروستات Eurostat" تېرکال اوه لکه لس زره او څلور سوه ۷۱۰۴۰۰ کډوالو ته په اروپایې هېوادونو کې پناه ورکړل شوه.
دغه اداره وایي:
"په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په اروپا کې د پناه غوښتنې امتیازونو تر ډېره د سوریي وګړو ترلاسه کړي چې ۴۰۵۶۰۰ څلور لکه پنځه زره او شپږ سوه تنه دي."
د یوروستات په خبره دا شمېره د ټولو هغو کسانو چې په ۲۰۱۶ کال کې په اروپا کې پناه ورکړل شوه، ۵۷ فیصده جوړوي.
عراقي وګړي تر سوریې وروسته دوهمه لویه ډله ده چې ۶۵۸۰۰ کسانو ته یې په اروپا کې پناه ورکړل شوې او تر هغه وروسته افغانان دي چې ۶۱۸۰۰ تنو پناه اخېستې ده.
د دې احصایې له مخې جرمني تېرمیلادي کال ۴۴۵۲۱۰ څلور لکه ۴۵ زره او ۲۱۰تنو ته پناه ورکړې او دا تر ۲۰۱۵ میلادي کال درې برابره لوړه شمېره ده.
سویډن ۶۹۳۵۰ نهه شپیته زره او درې سوه پنځوسو کسانو ته پناه ورکړې چې د ۲۰۱۵ کال شمېره یې دوه برابره کړې او ایټالیا په درېیم کتار کې راځي چې ۳۵۴۵۰ پنځه دیرش زره او څلور سوه پنځوسو تنو ته یې پناه ورکړې ده.
جرمني په لومړي سر کې د دوبلین مقرره له پامه غورځولې وه چې له مخې یې پناه غوښتنونکې بېرته هغو اروپایې هېوادونو ته لېږل کېدل چې لومړی هلته راجستر شوي وه.
دا مقرره په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې کډوالو لپاره چې لویه څپه یې راغلې وه، وضع شوې وه، خو وروسته له هغه چې د دغو کډوالو شمېر شاوخوا یو میلیون ته ورسېد، د جرمني پر صدراعظمې انګیلامېرکل فشارونه ډېر شول چې باید د نورو کډوالو د ورتلو مخه ونیسي.
یوروستات یا د اروپایې هېوادونو د احصایې اداره وایي، له ۷۱۰۴۰۰ کسانو څخه ۵۵ فیصده ته پناه ورکړل شوې ده، ۳۷ فیصده یې هغه کسان دي چې نسبي حمایت ورکړل شوی یانې د هغوی په هېوادونو کې د خطر د موجودیت له کبله بېرته خپلو هېوادونو ته نه لېږل کېږي او اته فیصده نورو ته یې د بشري دلایلو له مخې اجازه ورکړل شوې چې په اروپا کې پاته شي.
دا احصایه زیاتوي اروپایې هېوادونو تېرکال تر یو اعشاره دوه میلیونه د ډېرو کسانو د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه کړل او دا شمېره د ۲۰۱۵ کال غوښتن لیکونو ته نېژدې ده.