د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۹

بریتانیا، کاناډا او استرالیا نن فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژنده


ارشیف
ارشیف

د نړۍ درې پیاوړو هېوادونو بریتانیا، کانادا او استرالیا نن فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده. د درې واړو دغو هېوادونو صدر اعظمانو دغه اعلان د ملګرو ملتونو تر عمومي اسامبلې یوه ورځ مخکې وکړ.

د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر نن یکشنبه اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژنده.

سټارمر پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي " نن د سولې لپاره د فلسطینیانو او اسراییلیانو د هیلو د بیا ژوندي کېدو په خاطر او د دوو دولتونو د حل لارې لپاره، بریتانیا د فلسطین دولت په رسمیت پيژني.

فرانس پریس لیکلي، دا له لسیزو راهیسې د بریتانیا په بهرني سیاست کې د پام وړ یو بدلون په ګوته کوي.

د لویدیځو اژانسونو د راپورونو له مخې استرالیا، کاناډا او پرتګال هم نن فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپيژند.

راپورونو کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له پیل سره همهاله دغه رسمیت پيژندنه د غزې په جګړه کې پر اسراییل د فشار اچولو په هدف ترسره کیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله سبا دوشنبه په نیویارک کې پیلیږي.

په غزه کې د جګړې د دوام او هلته د تازه عملیاتو له پيل وروسته ګڼ شمیر متحدان اوس له اسراییله لاره بیلوي.

پخوا تر دې د نړۍ د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هغو فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژندلی و.

دا رسمیت پيژندنه داسې وخت ترسره کیږي چې اسراییل لا هم پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

اسوشیتید پریس د غزې د روغتیایي چارواکو په حواله ویلي، یوازې تیره شپه لږ تر لږه ۳۴ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

ګڼ شمېر لویدیځ هېوادونه غواړي چې فلسطین د اسراییل ترڅنګ د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپيژني، خو په ظاهره اسراییل له دغه کار سره مخالفت کوي.

تازه د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا فون دیر لاین ویلي، څه چې دوی وروستیو میاشتو کې لیدلي " د اسراییل له خوا د دوو دولتونو د رامنځته کولو په ضد ښکاره هڅه ده".

XS
SM
MD
LG