وروسته له هغې چې حلب ښار د بشارالاسد ځواکونو تر کنټرول لاندې کړ، سعودي عربستان او نور متحدانيې اندېښنه لري چې په منځني ختيځ کې به د تهران نفوذ زيات شي.
راپورونه وايي چې رياض ژمن دی په منځني ختيځ کې د ایران نفوذ په نخښه کړي او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا پر ايران انتقاد عربو هېوادونو ته لږ څه ډاډ ورکړی دی.
د حلب په کنډوالو کې یو سړی نارې وهي؛ عربانو، مسلمانانو، تاسې چېرې ياست چې موږ حلالېږو؟
د دې زاړه سړي وېډيو انلاین خپره شوې او دا پوښتنهيې په ځانګړي توګه سُني مسلمانو هېوادونو ته متوجه ده چې په سوریه کې د ياغيانو ملاتړ کوي.
دغه ياغيان په سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد او د هغه د متحدانو ايران او روسيې پر ضد جګړه کوي.
روېټرز خبري اژانس وايي، سعودي عربستان له ايران سره په سيمهییزه لانجه کې بند پاتې دی او د اسد د ځواکونو لهخوا د حلب کنټرول، تهران په منځني ختيځ کې قوي ښکاره کړی دی.
له همدې بېرې چې له افغانستانه نیولې تر منځني ختيځه به د تهران د شيعه رژيم نفوذ زیات شي، رياض غواړي د تهران لاسته راوړنې بېرته پرشا کړي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډیپلوماتانو ويلي، په داسې حال کې چې د تېلو بيې ښکته شوي او سعودي عربستان له مصر سره هم ښې اړيکې نهلري، رياض او خليج هېوادونو دا پوښتنه مطرح کړې چې په سوریه کې د اسد مخالفو ياغيانو ته بايد څومره د وسلو مرستې ورکړل شي.
دغه عرب شاهي رژيمونه له بارک اوباما دومره خوشاله نهدي چې دغې جګړې تهیې په ځواب کې د امريکايي ځواکونو د لېږلو او د توغندیو د حملو پر ځای پر سپکو وسلو تکيه کړې ده.
خو د روېټرز راپور وايي چې د امريکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې اړه بېل نظر لري.
ټرمپ د دفاع وزارت لپاره پخوانی پوځي جنرال جېمز ماتيس انتخاب کړی دی چې پر ايران باور نهلري او همداسې د بهرنیو چارو وزارت لپارهیې د تېلو او ګازو په برخه کې تجربهکار ریکس ټېلرسن انتخاب کړی دی چې له ټېلرسنه د خليج هېوادونو انرژي صادروونکي عرب خوشحاله دي.
خو راپور وايي چې تر اوسه هر څه يقيني نهدي او ځکه ټرمپ مخکې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتین ستایلی چې د بشار الاسد لوی متحد دی.
روېټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي لوېديځوال ډیپلوماټ له خولې ليکلي چې سعودي چارواکي اوس غواړي پوه شي چې ایا ډونالد ټرمپ به د ايران پر ضد د کمپاين د وختو انتقادونو او د پوتين ستاينو ته په خپله پالېسي انعکاس کړي که نه؟
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير عادلالجبېر ويلي، په امریکا کې يې وخت تېر کړ چې د امریکا په راتلونکې اداره پوه شي.
د روېټرز راپور وايي، چارواکو ويلي خلیج هېوادونه د سوريې په اړه د ټرمپ له ملګرو څخه پوښتنې کوي چې ايا دی به د امریکا په مشرۍ د خليج هېوادونو، ترکيې او لوېديځو هېوادونو هڅو ته دوام ورکړي که نه.
راپور وايي چې که څه هم عرب شاهي رژيمونه پوهېږي چې د ټرمپ نظريات تر اوسه په سمه توګه نهدي جوړ شوي خو دوی نهغواړي داسې څه وکړي چې ټرمپ په عکسالعمل کې د دوی ګټو ته زيان ورسوي.