د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۱

د سوریې له حلب ښاره د زرګونه کسانو د وتلو لړۍ پیل شوې


د سوریې د حلب ښار له شمالي برخې چې د یاغي وسله‎والو په کنټرول کې وه، د دوشنبې په ورځ زرګونه کسان ووتل.

په عین حال کې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سیمه کې د ملګرو ملتونو د څارونکو ځای پر ځای کولو ته رأیه ورکړه او ویې‌ویل چې غواړي د سوریې د سولې په اړه نوې خبرې په فبرورۍ میاشت کې په جېنوا کې ترسره کړي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرونۍ غونډې وروسته چې له حلب ښاره‌یې د خلکو د وتلو پر بهیر د ملګرو ملتونو د څارونکو د ګومارلو لپاره د فرانسې له‌خوا وړاندې شوي پرېکړه‎لیک ته په قاطع اکثریت رأیه ورکړه وویل:

"ملګري ملتونه نیت لري چې د سولې دغه خبرې د راتلونکي میلادي کال د فبرورۍ په اتمه په جینوا کې ترسره کړي."

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي مېستورا
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي مېستورا

خو په مسکو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې په ترکیه کې د دې هېواد د سفیر اندرې کارلوف له وژل کېدو وروسته ښایي د سولې پروسه له ستونزو سره مخامخ شي.

پوتین: د کارلوف له وژل کېدو وروسته ښایي د سولې پروسه له ستونزو سره مخامخ شي.
پوتین: د کارلوف له وژل کېدو وروسته ښایي د سولې پروسه له ستونزو سره مخامخ شي.

دمشق د کارلوف وژنه چې د عیني شاهدانو په وینا هغه وسله‎وال چې نوموړی ېې په ډزو وواژه، د حلب او غچ شعار ورکاوه، یو کرغېړن عمل بللی دی.

د فرانس‎پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په چټهام هاوس تحقیقاتي انسټېټیوټ کې د روسیې اېرو اېشیا پروګرام مسؤل جمس نیکسي وویل چې د دغه روسي ډیپلوماټ وژل ښایي له حلبه د خلکو د ایستلو پر بهیر اغېز وکړي.

په حلب کې په سلګونه کورنیو پرون څو ساعته په یخني کې چې له بارانه‌یې د نړېدلو ودانیو او بلاکونو کنډوالو ته پناه وړې وه، دې خبر ته انتظار ایسته چې واوري د ایستلو نوی بهیر پیلېږي.

دغه بهیر وروسته د یوې پېچلې موافقې چې له مخې یې د سوریې د رژیم ځواکونو ته په بشپړه توګه پر حلب د کنټرول اجازه ورکوي، په نتیجه کې پیل شو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې اینګي سیدکي وویل چې له اوو زرو زیات کسان په بسونو کې له حلبه ووتل.

هغې وویل چې دغه بهیر به د شپې په مخه هم دوام وکړي.

د اینګي په وینا تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان په حلب کې پاتې دي چې غواړي له دې ښاره ووځي.

د سوریې د بشري حقونو ټولنې چې دفتر یې په بریتانیا کې دی ویلي چې د ایستلو په دغه بهیر کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوی، د څلور زره یاغي وسله‎والو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ زره کسان د یاغیانو تر ولکې لاندې له سیمو وتلي او لږ تر لږه ۷۰۰۰ نور کسان په دغو سیمو کې پاتې دي.

مرستندویه ټولنو له حلبه د یو شمېر وتلو خلکو په تېره بیا ماشومانو وضعیت ناوړه بللی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف وویل، له روزنتونونو ژغورل شوي یو شمېر ماشومان د ټپونو او په بدن کې د اوبو د کموالي له امله په نازک حالت کې وو.

د حلب ښار ختیځه برخه چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې پرې یاغي وسله‌والو کنټرول درلود، څلور میاشتې د سوریې د پوځ محاصرې یې د اوسېدونکو ژوند لا تریخ کړی و.

پوځ په بشپړه توګه د دې ښار د نیولو لپاره د نومبر میاشتې په نیمایي کې پراخ عملیات پیل کړل.

د ملګرو ملتونو د نوي پرېکړه‌لیک له مخې چې د دوشنبې په ورځ امنیت شورا تصویب کړ، د ملګرو ملتونو څارونکي به له حلبه د خلکو د وتلو پروسه له نېږدې څاري.

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم د دغه پرېکړه‌لیک هرکلی کړی دی.

دغه‌راز ټاکل شوې ده چې د روسیې، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیران نن په مسکو کې د سوریې په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG