د سوريې له جګړه ځپلي ښار حلب څخه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر نن هم دوام لري.
د حلب له ختیځې برخې څخه پرون څه د پاسه درې نیم سوه کسان چې په پنځو بسونو کې سپاره وو، هغو سیمو ته ورسېدل چې د حکومت ضد یاغیانو په کنټرول کې دي.
دغهراز د حلب له شمال لوېدیځه لسګونه شیعه کورنۍ چې د وسلهوالو تر کنټرول لاندې سیمو کې بندې پاتې وې، د حکومت تر ولکې لاندې ساحو ته ورسېدلې.
تر دې مخکې پر هغو بسونو چې د حلب له ختیځو برخو څخهيې خلک انتقالول د وسلهوالو برید یو شمېر ملکیان ژوبل کړل او د هغو زرګونو کسانو برخلیکيې له ګواښ سره مخ کړ چې د جګړې د ښکېلو خواو د موافقې له مخې باید له حلبه ووځي.
د سوريې د بشري حقونو ډله چې مرکز يې په لندن کې دی په حلب کې د خلکو په انتقالونکو بسونو وسلهواله حمله د القاعده شبکې کار بللی دی.
وروسته تر هغې چې د سوريې حکومتي ځواکونه د حلب ښار زیاته برخه ونیوله وسلهوال اړ شول چې له پاتې سیمو څخه د وتلو لپاره د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول د ترکيې او روسيې په منځګړیتوب یوې موافقې ته غاړه کېږدي.
د سوريې حکومتي ځواکونه تېره اوونۍ وتوانېدل چې د حلب ښار هغه ختیځې سیمې ونیسي چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د حکومت ضد وسلهوالو په کنټرول کې وې.
ملګرو ملتونو پر حلب ښار د سوريې د حکومتي ځواکونو او د روسيې د هوايي ځواک په درنه بمبارۍ انتقادونه کړي دي.
په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فرانسې لهخوا د یوه پرېکړهلیک پر مسودې رأیه ورکړي چې په حلب کې د ملکیانو د سر او مال د خوندیتوب او په سلامتۍ سره د هغوی د انتقال په هدف ترتیب شوې ده.
فرانسه له ملګرو ملتونو غواړي چې په همدې خاطر د امنیت شورا یو څارونکی مأموریت حلب ته واستوي چې له دې ښاره په خوندي توګه د ملکیانو د انتقال بهیر وڅاري.