د پاکستان په دويم ستر ښار او د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې يوې مور خپله لور له دې امله ژوندۍ سوځولې او وژلې يې ده چې د "خوښې واده" يې کړى و.
د لاهور ښار امنتي چارواکو پاکستاني رسنيو ته ويلي چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ په لاهور کې رامنځته شوې ده.
دوى زياتوي چې ۱٨ کلنه زینت شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې له کوره تښتېدلې وه او د خوښې واده يې کړى و چې د هغې دغه ګام د هغې د کورنۍ د غړېو غوسه راپارولې وه.
د راپورونو له مخې، د زینت د کورنۍ غړېو د خوښې تر واده وروسته هغه په دې بهانه کور ته راوستې وه چې په خوشحالۍ به يې همدې هلک ته ور واده کړي، خو کور ته تر راوستلو وروسته يې پرې پېټرول پاشلي او اور يې ورته کړى.
د لاهور ښار د امنيتي چارواکيو په خبره، په قتل تورنه د زينت مور پروين رفيق يې نيولې او ادعا کوي چې هغې منلې چې پر خپلې اتلس کلنې لور زينت رفيق يې د زوی په مرسته تېل ورشيندلي او اور يې ورته کړى دى.
که څه هم پوليسو د زينت رفيق مور نيولې ده، خو د هغه د ورور په لټه کې دي چې د هغې په وژنه کې يې لار درلود او له خپلې مور سره يوځاى يې خور ژوندۍ سوځولې وه.
په پاکستان کې د ناموس په نامه د وژنو پېښې نوې نه دي، بلکې د غېر دولتي تنظيمونو د راپورونو له مخې، په پاکستان کې هر کال سلګونه ښځې د خپلو کورنيو له خوا په ناموسي وژنو کې مري.
په لاهور کې د مور له خوا د لور د ژوندي سوځولو تر پېښې څه موده مخکې د پنجاب په مري ښار کې هم یوه نجلۍ همداسې د کوژدې په لانجه کې پنځو تنو سوځلې او وژلې وه.
تر دې بیا څه موده وړاندې د خېبر پښتونخوا په ایبټ اباد ښارګوټي کې یوې جرګې هغه نجلۍ سوځلې او وژلې وه چې د دغې جرګې د غړېو په خبره، هغې له خپلې ملګرې سره له کوره په تښتېدو او د خوښې واده په کولو کې مرسته کړې وه.
که څه هم د پاکستان حکومت بيا-بيا ادعا کوي چې په دغه هېواد کې د ناموسي وژنو د مخنيوي لپاره به کوټلي اقدامات وکړي او په دې جرم کې ککړو کسانو ته به سخته سزا ورکړي، خو د حکومت پر دغو ګواښونو سربېره لا تر دې دمه په دغو پېښو کې کمى نه دى راغلى.
د يادونې وړ ده چې يوې پاکستاني ډاکومينټري جوړوونکې "شرمين عبيد چنايي" په دغه هېواد کې د ناموسي وژنو په اړه يو ډاکومنټري فلم جوړ کړى و چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې يې اسکر نړېواله جاېزه وګټله.
راپور: ذبيح مومند