دا لومړی ځل دی چې له پاکستان څخه یو مستند فلم جوړوونکې شرمين عبېد چنوي چې خپل نوی فلم یې د ناموسي وژنو په اړه جوړ کړی د اسکار جايزې ته کانديد شوی دی.
دغه فلم یوې بلې جايزې اکادمي اوارډ ته هم کانديد دی. د ۳۷ کلنې شرمين مخکينی فلم د تيزابو د حملو د قربانيانو په اړه جوړ شوی وو او په ۲۰۱۲م کال کې يې د مستندو فلمونو تر ټولو غوره فلم جايزه تر لاسه کړه.
د شرمين نوی فلم په سيند کې نجلۍ، د بخښنې بيه د سبا قيصر نومې نجلۍ په اړه دی چې په پنجاپ ايالت کې اوسي. پلار يې سبا له هغه وروسته چې د خپلې خوښې واده يې وکړ، په سر کې په ډزو وویشتله.
له ازادي راډيو سره په خبرو کې، مېرمن شرمين عبېد چنوي وويل چې د سبا کيسه يې په يوې ورځپاڼه کې لوستلې وه. دې غوښتل د سبا کيسه له نړۍ سره شريکه کړي.
شرمين وايي د سبا يوازينۍ تېروتنه مينه وه او دې وروسته خپل پلار وبخښه ځکه چې د کلي د مشرانو له خوا تر فشار لاندې شوه.
شرمين وايي چې د دې فلم له لارې غواړي وښيي چې په دغې ټولنه کې ښځې څومره د تنګ نظرۍ او سړي سالارۍ تر فشار لاندې وي. شرمين وايي چې له هغه وروسته چې د سبا پلار د پوليسو له خوا ونيول شو، دې ورسره په زندان کې ولیدل.
د دې په وينا د سبا پلار پر خپلو کړو هېڅ پښيماني نه ښودله او له ډېره نفرته ډکې خبرې يې کولې. ده بيا هم ويل چې دا د ده دنده وه چې خپله کورنۍ وژغوري او خپله لور په خپل لاس ووژني. ده فکر کاوه چې لور يې د خپلې خوښې په واده کولو سره خپله کورنۍ بدنامه کړه نو ځکه د هغې وژل يې توجهه کول.
شرمين وايي چې د سبا له پلار سره تر خبرو وروسته دا حيرانه شوه چې ښځې څومره محدود انتخابونه لري او د ښځو ژوند څومره د نورو د پرېکړو له کبله اغېزمن کېږي.
شرمين وايي، هر کال ښځې د ناموس په نامه وژل کېږي. د دې په وينا، ډېری کسان داسې فکر لري چې ناموسي وژنې د کورنيو له مسايلو څخه دي نو ځکه بايد په ټولنه کې پرې بحث ونه شي. شرمين وايي چې دا بې رحمانه قتلونه د دود او مذهب په نامه پټېږي.
دا وايي چې د ناموسي وژنې کيسه يې ځکه په خپل فلم کې راخيستې چې د هېواد پر کچه د دې ستونزې په اړه خبرې پیل شي او د ښځو د ژغورلو نوي قوانين غوره شي.
دا وايي چې له هغه وروسته چې د دې فلم جوړ او نندارې ته وړاندې شو، د پاکستان صدراعظم نواز شريف خپل ټيم ته وويل چې د ناموسي وژنو په اړه د قوانينو لايحه له سره وکاږي تر څو سرغړوونکو ته سزا ورکړل شي او قربانيان وژغورل شي.